په کابل کې د افغان-جاپان روغتون مسؤلین وايي، دا چې افغانستان دوه راتلونکې سختې اوونۍ په مخ کې لري، په دغه روغتون کې اوسني شته امکانات بسنه نهکوي.
د دغه روغتون مسؤلین د سختو ورځو لپاره د چمتووالي ترڅنګ د امکاناتو د کمښت په اړه اندېښنه لري.
د دې روغتون رئیس حکیمالله صالح د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۱» له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې نړیوالو اړوند ارګانونو ورسره د لازمو مرستو ژمنه کړې.
د دغه روغتون تازه ټاکل شوي رئیس وویل: "ممکن د کرونا ویروس له امله افغانستان راتلونکې دوه ښې اوونۍ ونهلري چې د عامې روغتیا وزارت ورته طرحه او تدابیر لري، د اوسني وخت لپاره موږ سره لوازم بسنه کوي او په دې برخه کې نړیوالو ادارو د مرستې ژمنه کړې، خو بیا هم د ډاکترانو او نرسانو په برخه کې له ستونزو سره مخ یو."
له دې ستونزو سره په خوا کې ښاغلی صالح وايي چې د ځینو کسانو له لوري په ډاکترانو د زر ټست له امله فشار راوړل هم د دوی د کارونو په وړاندې خنډ دی.
ښاغلی صالح زیاتوي چې اوسمهال هره ورځ له ۱۵۰ تر ۲۰۰ د کرونا مشکوک ناروغان ورته راځي چې یوازې له ۷۰یې نمونه اخیستل کېږي او په نورو چې شک نهوي، بېرته رخصتېږي.
په کابل کې افغان-جاپان هغه مجهز روغتون دی چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره ځانګړی شوی.
د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، په نږدې راتلونکي کې به له جرمني هېواد د طبي وسایلو او تجهیزانو یوه لویه بسته کابل ته راورسېږي.
ښاغلي مجروح زیاتوي چې له دې سره به په کابل او ولایتونو کې د روغتونونو ټولې ستونزې هوارې شي.
ښاغلی مجروح زیاتوي: "افغان-چاپان روغتون د هېواد له مډرن او مجهز مرکزونو څخه دی چې د 'کوویډ-۱۹' ناروغانو ته ځانګړی شوی، دا به د ناروغانو د درملنې لپاره په ماډل روغتون بدل شي، ټینګار کوم چې سره له ننه به په دغه روغتون کې چټک ټسټونه پیل شي."
بلخوا د پيسو نړیوال صندوق په وېبپاڼه کې راغلي چې دغه صندوق له افغانستان سره د ۲۲۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرسته تصویب کړه، خو د عامې روغتیا وزارت په دې اړه بېخبري ښيي.
د دغه وزارت مرستیال زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په 'کووېډ-۱۹' ۲۳۲ کسان اخته شوي چې له دې سره په ټول افغانستان کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱۷۱ ته ورسېد.