د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

امریکا کې د کرونا قربانیانو شمېر د ویتنام د یوې لسیزې جګړې تر قربانیانو زیات شو


امریکا کې په ۶ اوونیو کې د کرونا د قربانیانو شمېر ۵۸ زره ۳۸۴ ته ورسېد.
امریکا کې په ۶ اوونیو کې د کرونا د قربانیانو شمېر ۵۸ زره ۳۸۴ ته ورسېد.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر د ویتنام د څه باندې یوې لسیزې د جګړې تر قربانیانو زیات شو.

بل لور ته په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کرونا د تلفاتو شمېر د تېرو څو اوونیو په پرتله کم شوی دی او ځیني چارواکي د دې پلوي کوي چې تدریجي د کرونا ویروس له امله لګېدلي بندیزونه نرم کړي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس پېښې په تېرو ۱۸ ورځو کې دوه برابره شوې دي او اوس په "کووېډ-۱۹" ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په دې هېواد کې تر یو میلیون اوښتی دی. د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر هم د امریکا د ویتنام د جګړې تر قربانیانو زیات شوی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون د سې شنبې د ورځې د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره تر درې میلیونه اوړي او له دې څخه درېیمه برخه ناروغان په متحده ایالاتو کې دي.

د مړو شویو په ډله کې هم څلورمه برخه په متحده ایالاتو کې دي چې تر دوه لکه ۱۶ زره‌یې تعداد په نړۍ کې زیات دی.

د سې شنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې د ۲۴ ساعتونو په مخه ۲۲۰۷ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند له لاسه ورکړ چې دا په یوه شپه ورځ کې د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

امریکا کې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۰۷ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شول
امریکا کې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۰۷ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شول

له دې سره په شپږو اوونیو کې د کرونا د قربانیانو شمېر ۵۸ زره ۳۸۴ ته ورسېد چې د ویتنام د جګړې د څه باندې یوې لسیزې د قربانیانو تر شمېر څه باندې ۱۰ تنه زیات شو.

دا نوې شمېرې په داسې وخت کې خپرې شوې دي چې د متحده ایالاتو په ځینو ایالاتو کې او په اروپایي هېوادونو کې د کرونا ویروس تلفات کم شوي او له دې سره دا نظر پیاوړی شوی دی چې له پلان سره سم هغه بندیزونه چې د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګېدلې دي، لیرې شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغو ایالاتو هرکلی وکړ چې د بندیزونو لیرې کېدل‌یې پیل کړي دي، خو یو شمېر ګورنرانو خبرداری ورکړ او ویې‌ویل، مخکې تر دې چې خلک په بازارونو او رستورانتونو کې بیروبار جوړ کړي، احتیاط ضروري دی.

له څو اوونیو راهیسې چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه لګېدلي دي د نړۍ نږدې نیمایي نفوس په کورونو کې ایسار شوی دی چې له دې سره پر سیاستوالو فشار راغلی دی او خلک غواړي چې بېرته کارونه پيل کړي، لوبې وکړي، د سمندر غاړو ته ولاړ شي او لږترلږه وېښتان کم کړي.

روغتیایي متخصصانو خبرداری ورکړی دی چې ښایي د کرونا ویروس دوهمه څپه راشي که چېرته بندیزونه یو دم لیرې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان بیا ویلي دي چې کرونا ویروس ممکن هغه کسان هم بیا ونیسي چې ترې رغېدلي دي.

د دغو خبرداریو په ترڅ کې د اسپانیا، ایټالیا او فرانسې مشران چې هېوادونه‌یې په اروپا کې کرونا ویروس سخت ځپلي دي، وایي چې دوی به په موقت ډول ځیني بندیزونه لیرې کړي، خو یو شمېر به په خپل حال پاتې شي.

اسپانیا وایي، بندیزونه به ورو ورو د راتلونکو دوو میاشتو په مخه نرم کړي، ایټالیایانو بیا ویلي دي چې دوی به سر له راتلونکې اوونۍ په بهر کې سپورټ پیل کړي او د خپلو خپلوانو حال به واخلي، خو باید ماسک‌یې اغوستی وي، له غېږې ورکولو او په لاس پوښتنې ډډه وکړي.

ارشیف
ارشیف

فرانسې ویلي دي چې ښایي راتلونکې میاشت دکانونه بازارونه او یو شمېر ښوونځي پرانیزي او په عام ځایونو کې د ماسک اغوستل ضروري دي، همداراز به له کوره څو اوونیو نور هم خلک کار کوي.

په جرمني کې تېره اوونۍ یو شمېر دکانونه پرانیستل شول او بریتانیا بل هغه اروپایي هېواد دی چې ډېر کسان په‌کې په کرونا ویروس اخته شوي دي، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وایي، لا وختي دی چې د اسانتیاو په لور روان شي.

XS
SM
MD
LG