د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا ویروس ختمېدل ډېر وخت غواړي


ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې د کرونا ویروس ختمېدل ډېر وخت غواړي.

په ځینو اروپايي هېوادونو کې په ورځني ډول په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو له کمېدو سره سره په نړۍ کې د دغه ویروس د خپرېدو د سوه کېدو لویې نښې نه‌ښکاري.

د روغتیا نړيوال سازمان او نړیوالو وروسته له هغې ټکان وخوړ چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر درېیو میلیونو واوښت.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبريا‌سوس پرون دوشنبه "د اپرېل ۲۷مه" په ژنیف کې یوه کنفرانس ته وویل، ټول په متحدانه ډول کرونا ویروس له‌منځه وړلای شي، خو د ده په باور دا مبارزه وخت نیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبريا‌سوس
د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبريا‌سوس

هغه زیاته کړه: "د کرونا وبا له ختمېدو فاصله لري، یو وار بیا وایم، د دغه ویروس ختمېدل ډېر لیرې دي. د روغتیا نړیوال سازمان په افریقا، د اروپا په ختیځ، لاتینه امریکا او ځینو اسيايي هېوادونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر له درکه اندېښنه لري."

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که ټول نړیوال په متحدانه ډول د کرونا ویروس په وړاندې اقدام ونه‌کړي، د دې وبا خپرېدل به تر دې لا خطرناک شي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر پرون دوشنبه تر درېیو میلیونو او په دې ویروس د مړو شمېر هم تر دوو لکو او ۱۰ زرو واوښت.

له دې جملې یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې نږدې یو میلیون کسان په کرونا ویروس اخته دي او له منځ څخه‌یې تر ۵۶۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په دغه هېواد کې تر یو لک او ۲۲ زرو ډېر کسان روغ شوي دي.

ارشیف
ارشیف

په نورو هېوادونو کې روسیه پرون دوشنبه د کرونا ویروس د څه باندې ۸۷ زره پېښو په ثبتولو سره تر چین مخکې شوه.

داسې ښکاري چې د اروپا په لوېدیځ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو شدت کم شوی چې علت‌یې قرنطین او په کورونو کې د خلکو پاتېدل ګڼل شوي دي.

تازه تحول دا دی چې له پرون دوشنبې د جرمني په ټولو ښارونو کې د ماسکونو کارول جبري شول.

بله‌خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې په ۳۱ ښارونو کې درې ورځنی قرنطین اعلان کړی دی.

په بریتانیا کې صدراعظم بورېس جانسون له کرونا ویروس نه تر روغېدو وروسته د دوشنبې په ورځ بېرته خپل کارځای ته ستون شو.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

په بریتانیا کې تر یو لک او ۵۲ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته دي او له جملې یې نږدې ۸۰۰ کسان روغ شوي او تر ۲۰ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG