د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳ میلیونو ته رسېدلى


د امریکا متحده ایالات د نړۍ هغه هېواد دی چې د کرونا ویروس سخت ځپلى.
د امریکا متحده ایالات د نړۍ هغه هېواد دی چې د کرونا ویروس سخت ځپلى.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو تایید شوې پېښې نژدې درې میلیونو ته رسېدلي دي.

د دوشنبې تر ورځې پورې په نړۍ کې ددې ویروس له کبله تر دوه لکه شپږ زرو کسانو زیات مړه شوي هم دي.

باور دی چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو او له دې کبله د مړو شویو رسمي شمېرې ښايي د دې نړېوالې وبا قربانیانو له اصلي شمېر کمې وي.

د کرونا د قربانیانو د شمېرلو د څرنګوالي، د ټیسټونو د کموالي او د ځینو حکومتونو له خوا د ريښینو معلوماتو د پټولو په اړه پوښتنې شته.

د هغو شمېرو په اړه محتاطانه شکونه شته چې له چین څخه خپرې شوي دي.

دا شکونه له دې کبله هم دي چې د چین حکومت په لومړي سر کې کله چې په وهان کې د کرونا ویروس خپور شو، د دې ویروس د خپرېدو د اصلي اغېزو د پټولو هڅه کوله.

چین چې څه کم یو نیم میلیارد وګړي په کې اوسې، د دوشنبې په ورځ یې د کرونا ویروس د درې نویو پېښو راپور ورکړی.

په دې هېواد کې د ۱۲ مې پرلپسې ورځې لپاره په کرونا د چا د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

د رسمي شمېرو له مخې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د 83 زرو په شا او خوا کې دی او 4633 کسان په چین کې په کرونا ویروس مړه شوي دي.

په لویدیځو هېوادونو کې د مړینو شمېر کې د یو څه کمي نښې څرګندې شوې دي، په عین حال کې هېوادونو د کرونا ځپلي اقتصاد د رغولو لپاره د بندیزونو کمول پیل کړي دي.

د امریکا متحده ایالات د نړۍ هغه هېواد دی چې د کرونا ویروس سخت ځپلى.

دغلته تر اوسه 940 زره پېښې ثبت شوې او 54 زره کسان په دې ویروس مړه شوي دي.

د دې هېواد درې ایالتونو ټینیسي، کولاراډو او مونټانا دې اوونۍ ته چمتوالی نیولی چې د کرونا له کبله لګول شوي محدودیتونه راکم کړي.

خو د اقتصاد د بېرته پرانیستلو د هڅو سره په یو وخت د امریکا د روغتیا متخصصانو خبرداری ورکړی چې لا هم د هغو کسانو د ټیسټ لپاره امکانات ډېر کم دي چې ښايي په کرونا ویروس اخته وي خو نښې او علامي ونه لري او دوی کولای شي دا ویروس په پراخه توګه خپور کوي.

په اروپا کې هم ډېرو هېوادونو د محدودیتونو کمول پیل کړي، خو وروسره په څنګ کې یې د کرونا معاینات او د تماس تعقیب زیات کړی او د فزیکي واټن ساتلو او ماسک اغوستلو په شمول یې ځینې محدودیتونه لا هم پر ځای پریښي دي.

په هسپانیا کې د یکشنبې په ورځ ډیر ماشومان وروسته له شپږ اونیو د لومړي ځل لپاره بهر وویستل شول.

د دې هیواد صدراعظم ویلي، د کرونا ویروس دا سخت ځپلى هېواد به له څو نورو اروپايي هېوادونو سره یو ځای د محدودیتونو د نرمولو لپاره پلانونه عملي کړي.

په هسپانیا کې په کرونا دوه لکه او اوه ویشت زره کسان اخته ثبت شوي او تر دې مهال په دې هېواد کې پر دې ویروس له 23 زرو زیات کسان مړه شوي دي.

بلیجیم هم په اروپايي هېوادونو کې کرونا ډېر ځپلى.

دې هېواد هم داسې پلانونه وړاندې کړي چې د مې له 4 مې نېټې څخه په کور کې د پاتې کېدو په محدودیت کې نرموالی راولي.

ایټالیا چې په اروپا کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله تر ټولو اوږده قرنطین سره مخ وه هم ویلي چې د مې له 4 مې نېټې محدودیتونه نرموي خو له یو بل څخه د فزیکي فاصلې ساتلو ټینګار یې کړی او د ماسکونو د ویش د لا موثرو پلانونو د عملي کېدو خبره یې کړې.

ایټالیا کې د نورو اروپايي هېوادونو په مقایسه کرونا ویروس تر ټولو زیات کسان مړه کړي چې شمېر له 26 زرو اوړي.

په فرانسه کې د یکشنبې په ورځ چارواکو وویل چې په دې هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په کویډ- ۱۹ ویروس د مړو شمېر 242 وو چې دا دغلته د مړینو په شمېر کې د پام وړ کموالی ښيي.

په پاریس کې حکومت چمتوالی نیسي چې دغلته شدید قرنطین د مې له 11 مې کم کړي او په عین حال کې یې د کرونا ویروس د معایناتو چاره پراخه کړې.

په بریتانیا کې هم د بندیزونو د نرمولو لپاره اقدامات شوي.

د دې هېواد په روغتونونو کې د کرونا ویروس سره د تړلو مړینو شمېر 20 زره او پنځه سوو اوښتي چې په کې هغه کسان نه دي شامل چې د ډېر عمر کسانو د ساتنې په مرکزونو کې مړه شوي او ګومان کېږي چې شمېر یې زرګونه دی.

همدارنګه د بریتانیا 55 کلن صدراعظم بوریس جانسن چې له کرونا ناروغۍ رغېدلی، ویاند یې ویلي چې نوموړی به نن ( دوشنبه ) خپل کار ته ستون شي.

د بریتانیا صدراعظم بوريس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بوريس جانسن

په جرمني کې هم د کرونا ویروس نوې پېښې کمې شوي دي.

دغلته ولوکس واګون د موټر جوړولو کمپنۍ ویلي، له پنځه اوونۍکار بندیز وروسته نن ( دوشنبې ) بېرته کار پیلوي.

میرسیډیز بینز او د بي ایم ډبیلو موټر جوړونکو کمپنیو هم بېرته د کارونو د پیل پلانونه اعلان کړي.

جرمني له تیرې اوونۍد کرونا له کبله د لګولو شویو محدودیتونو کمول پیل کړي خو ورسره یې د کرونا معاینات زیات کړي، او د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره یې د ټولنیز واټن په ساتلو او د تماس پر تعقیب تمرکز کړی دی.

له اروپا اخوا په سويلي کوریا کې پرته له دې چې عمومي قرنطین ټینګ کړي او یا کاروبارونه وتړي، د کرونا د معاینې او قرنطین فعال پروګرام دوام لري.

دې هېواد د یکشنبې په ورځ د کرونا ویروس د اخته کېدو لس نوې پېښې ثبت کړي.

د سويلي کوریا چارواکو ویلي د مې د میاشتې په نیمايي کې به ښوونځي بېرته پرانېزي.

خو په عین حال کې په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدل لا هم دوام لري.

دا ویروس دا مهال په برازیل، روسیه، ترکیې، سويلي افریقا، مکسیکو او نورو هېوادونو کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG