د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ځیني اروپايي هېوادونو کې بندیزونه نرمېږي


ایټالیا کې چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د بندیزونو له نرمېدو سره سره له یو بل سره له نژدې تماسه ډډه وکړيې.
ایټالیا کې چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د بندیزونو له نرمېدو سره سره له یو بل سره له نژدې تماسه ډډه وکړيې.

د اروپا په ځینو هیوادونو کې، چې کرونا ویروس ډېر ځپلي، حکومتونه هڅه کوي چې بندیزونه یو څه نرم کړي.

په هسپانیا کې به ماشومان نن له ۶ اوونیو وروسته د لومړي ځل لپاره له کورونو څخه ووځي.

د هسپانیا صدراعظم د څو نورو اروپايي هېوادونو په شان پرېکړه کړې چې د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره محدودیتونه نرم کړي.

د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز اعلان وکړ چې ماشومانو ته به اجازه ورکړي څو د خپلو لویانو تر څارنې لاندې د یوه ساعت لپاره راووځي خو د خپلو کورونو له شاوخوا څخه باید یو کیلومتر لېرې لاړ نه شي.

دا پرېکړه د هسپانیا د حکومت د مخکینیو پلانونو خلاف ده چې له کبله یې پر حکومت انتقادونه شوي وو چې بندیزونه نه لېرې کوي.

د پلازمېنې مادرید اوسېدونکيو، چې بندیز ستومانه کړي دي، د حکومت د پرېکړې له اعلانه وروسته پرون ماښام د خپلو کورونو په اپارتمانونو کې فلزي لوښي وکړنګول.

صدراعظم سانچیز د بندیزونو نرمېدا په تلویزیوني وینا کې اعلان کړه، ویې ویل، هېواد یې باید ډېر هوښیار واوسي او له لارښوونو سره سم په احتیاط ګامونه واخلي.

د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز
د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز

روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د محدودیتونو ژر پای ته رسېدا کېدای شي چې ویروس بیا د پخوا په شان په پراخه پیمانه خپور شي او هغه مثبته نتیجه چې په کورونو کې د خلکو د محدودیت په شان اقداماتو له کبله ترلاسه شوې وه، ضایع شي.

خو سانچیز وویل چې څوارلس کلن او تر دې کشر ماشومان به د بندیزونو په نرمېدو خوشاله شي.

د روانې اپریل میاشتې په پیل کې په هسپانیا کې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر اوج ته رسېدلی و خو په وروستیو ورځو کې د پام وړ کم شوی دی.

بلجیم هم د بندیزونو د تدریجي کمولو پلان وړاندې کړی دی.

د دغه هېواد حکومت وايي چې د مې له څلورمې څخه په روغتونونو کې د غیر ضروري درملنو برخې پرانېزي او دغه راز د ټوکر جوړولو او ماسک جوړولو پلورنځیو ته د کار د پیلولو اجازه ورکوي.

ایټالیا به هم د راتلونکې مې له څلورمې نېټې بندیزونه نرم کړي.

خو د دغه هېواد چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د بندیزونو له نرمېدو سره سره له یو بل سره له نژدې تماسه ډډه وکړي.

د دغه هېواد زړو خلکو ته، چې په ځانګړو هستوګنځایونو کې اوسي، پولیسو، دولتي مامورینو او د ترانسپورتي وسایلو کارکوونکو ته به وړیا ماسکونه ووېشل شي.

په ایټالیا کې، چې د اروپا د بل هر هېواد په پرتله ډېر کسان کرونا ویروس مړه کړي، یوازې پرون ۴۱۵ تنه مړه شول خو په مجموع کې په دغه هېواد کې تر ۲۶ زره ډېر کسان مړه شوي دي.

په فرانسه کې بیا حکومت پرېکړه کړې چې د مې له ۱۱ څخه بندیزونه نرم کړي.

په بریتانیا کې چې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر ۲۰ زرو اوښتی، حکومت لا د بندیزونو د نرمولو اراده نه لری.

خو په کرونا ویروس تر اوسه پورې تر ټولو ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړه شوي چې شمېر یې تر ۵۵ زرو اوړي.

XS
SM
MD
LG