د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د چین په اړه د اروپايي اتحادیې راپور د خپرېدو نېټه وځنډېده


د چین بیرغ
د چین بیرغ

یو شمېر غربي رسنۍ وايي چې اروپايي اتحادیې خپل هغه راپور چې په‌کې ویل شوي وو د چین حکومت د کرونا ویروس په اړه د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین چلولی، د پیکېنګ تر فشار لاندې نرم کړی او د خپرېدو نېټه‌یې هم ځنډولې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې او روېټرز خبري اژانس پرون د اپرېل په ۲۵مه وویل چې د چین حکومت اروپايي اتحادیې ته خبرداری ورکړی چې که دا راپور خپور کړي، له غبرګون سره به مخامخ شي.

اروپايي اتحادیې د جمعې په ورځ د دې راپور خلاصه د غړو هېوادونو له استازو سره شریکه کړه.

نیویارک ټایمز او روېټرز وویل چې په دې خلاصه کې د راپور هغه برخې چې پر چین تور لګېدلی و چې د کرونا ویروس د وبا له باره د ځان خلاصولو لپاره‌یې په نړیواله کچه د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین چلولی، بدلې شوې یا نرمې شوې وې.

د راپور په ابتدايي کاپي کې چې د اپرېل په ۲۰مه، برابره شوې وه او دا زادې اروپا/ ازادي راډیو ته هم رسېدلې وه، لیکل شوي وو چې روسیې، ایران او چین د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د ناسمو معلوماتو خپرولو ته ډډه وهلې ده.

XS
SM
MD
LG