د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

ووهان کې په کرونا ویروس ټول اخته کسان رغېدلي


لومړی ځل په ووهان ښار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.
لومړی ځل په ووهان ښار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.

چارواکي وایي، د چین په ووهان ښار کې په کرونا ویروس اخته ټول بستر کسان روغ شوي او له روغتونه رخصت شوي دي.

لومړی ځل په ووهان ښار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.

ویل کېږي کرونا ویروس د چین په ووهان ښار کې له یوه بازاره خپور شو.

اوس د دې ښار چارواکي وايي، په دې ویروس اخته هېڅ کس بستر نه دی او ټول د کرونا ویروس ناروغان له روغتونه رخصت شوي دي.

لومړی ځل دا ویروس د تېر میلادي کال په ډېسېمبر میاشت کې خپور شو.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د نړۍ پر کچه ۲.۸۳ میلیونه کسان په دې ویروس اخته شوي دي او ورباندې اخته ۱۹۷۸۷۲ کسان مړه شوي دي.

د اپرېل په شپږویشتمه نېټه د یکشنبې په ورځ په ووهان ښار کې د کرونا هېڅ نوې پېښې نه دي ثبت شوې.

دا خبره د چین د ملي روغتیا کمېسیون ویاند می فینګ په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

په دې ښار کې د کرونا ویروس ۴۶۴۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې د ټول هېواد پر کچه د مثبتو پيښو ۵۶ سلنه برخه جوړوي.

په دې ښار کې همداراز د کرونا ویروس له کبله ۳۸۶۹ کسان مړه شول چې د چین پر کچه د مړینو ۸۴ سلنه ده.

په ووهان ښار او هوبای ایالات کې د جنورۍ په لومړیو کې ګرځبندیز ولګېد، سړکونه وتړل شول، رېلونو فعالیت ودراوه، پروازونه لغوه شول او اوسېدونکي دوې میاشتې په خپلو کورو کې بند پاته وو.

په دې ښار کې پر محدودیت کمېدو سربېره اوس هم د کرونا ویروس معاینات په دوامداره توګه کېږي.

په چین کې د کرونا ویروس نوې او زیاتې پېښې په هیلونګ جانګ ایالت کې ثبت شوي.

دا ویروس له روسیې څخه دغه هېواد ته په ورتلونکو کې لیدل شوی.

د چین روغتیايي چارواکو د اپرېل په پنځه ویشتمه نېټه د شنبې په ورځ د یوولسو نویو پېښو خبر ورکړ چې په تېرو دوولسو ورځو کې تر ټولو کم شمېر دی او په دې ورځ يې هېڅ مړینې نه دي ثبت کړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG