د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

ټرمپ غواړي له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله باید له دغه هېواده ټول امریکايي سرتېري وایستل شي.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ان بي سي تلویزیوني شبکې د دوو برحاله لوړ پوړو او یوه پخواني امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې ښاغلي ټرمپ په دې وروستیو کې خپل پوځي او امنیتي سلاکاران هڅولي چې له جګړه ځپلي افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

د دغو چارواکو په خبره، ټرمپ هره ورځ په افغانستان کې چې د کرونا ویروس له امله زیانمنېدونکی دی، د خپلو ځواکونو له حضور شکایت کوي.

دغو امریکايي چارواکو ان بي سي تلویزوني شبکې ته دا هم ویلي، چې د کرونا ویروس نه دامریکايي ځواکونو د خوندیتوب په خاطر له افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرامپ په تازه هڅو سره، له طالبانو سره د سولې په هوکړه کې د پرمختګونو په ټپه درېدو اندېښنې هم مل دي.

د دغو چارواکو په خبره، پوځي سلاکارانو ولسمشر ټرمپ ته چې، که غواړي د کرونا ویروس له کبله، له افغانستان نه په دې شمېر سرتېري وباسي، نو پکارده پنتاګون له نورو هېوادونو لکه ایټالیا نه هم خپل سرتېري وباسي.

ایټالیا د نړۍ هغه هېواد دی چې، کرونا ویروس سخت ځپلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو یوه لوړپوړي چارواکي، د امریکا د متحدینو، د کانګرس غړو او پوځي چارواکو اندېښنو ته په اشارې ویلي چې له "افغانستان نه زموږ د وتلو په اړه بېلابېلې اندېښنې موجودې دي."

د امریکا د دولت او یوه دفاعي چارواکي ویلي، کله چې د کرونا ویروس په خاطر له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر وتلو بحث وشو نتیجه به‌یې په ډېر احتمال دا وي چې د افغانستان په یو یا دوه ځایونو کې به امریکايي ځواکونه په اډو کې ځای پر ځای شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو يو انځور
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو يو انځور

مخکې له دې "مېلېتري ډاټ کام" انټرنېټي شبکې لیکلي، په داسې حال کې چې افغانستان د کرونا ویروس پر وړاندې لږ تجهیزات لري او یاد ویروس په‎کې ډېر خپور شوی، امریکا له دغه هېواده د شااوخوا زرو قراردادي وګړو د ایستلو تصمیم نیولی دی.

خپرونې د امریکا د دفاع د وزیر د مرستیال الن لارډ له خولې لیکي چې ویلي يې دي "موږ قراردادي افسرانو ته یادداشت استولی چې د کرونا ویروس د پراخېدو پر وړاندې د کمزورو امکاناتو له امله، هغه قراردادیان چې له خطر سره مخ دي، له دغه هېواد (افغانستان) وباسي."

د مارچ له ۲۴مې نه تر اوسه چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت اعلان وکړ چې په نړیوالو ځواکونو کې د کرونا ویروس ۴ مثبت موارد تأیید شول، د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون نه ‎دي ویلي چې په دغو ځواکونو کې امریکايي عسکر هم شامل دي او که نه؟

دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثتبې پېښې هره ورځ زیاتېږي.

د عامې روغتیا وزارت له‎خوا ورستۍ اعلان شوې شمېرې ښيي، چې اوسه په افغانستان کې ۱۷۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG