د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

افغانستان

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې سړې خونې جوړېږي

د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د دې هېواد په ۱۲ ولایتونو کې سړې خونې جوړوي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په یوې سړې خونې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړېږي.

نوموړی وايي چې په میدان وردګ، فاریاب، کاپیسا او تخار ولایتونو کې د دغه سړو خونو د جوړېدو کارونه پیل شوي او په راتلونکو ورځو کې به په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

هغه زیاته کړه: "ټاکل شوې چې نن د یوې لويې سړې خونې کار په پکتیا کې پیل شي، په دې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړېږي."

د ښاغلي رستمي په خبره چې دغه سړې خونې د ۱۵۰۰ مټریک ټنه مېوې او سبزیجاتو د ذخیره کولو وړتیا لري او کارونه به‌يې په راتلونکي یو نیم کال کې بشپړ شي.

ښاغلی رستمي وايي چې د دغه سړو خونو جوړېدل د بزګرانو په اقتصادي وده مسقیم اغېز لري ځکه د نوموړي په وینا بزګران کولای شي چې خپلې تازه مېوې په دغه سړو خونو کې وساتي او وروسته‌يې په مناسب قیمت وپلوري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فاریاب کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه؛ لږ تر لږه یو تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان ځینو داخلي رسنیو نن راپور ورکړی چې په فاریاب ولایت کې د یوه فلاینکوچ ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه یو تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د خبر له مخې دغه موټر د فاریاب د مرکز میمنې ښار او المار ولسوالۍ ترمنځ روان و چې نسکور شو.

د دې پېښې علت د موټرچوونکي بې احتیاطي ښوول شوې ده.

د ترافیکي اصولو نه رعایت، د چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالي د ډېرو ترافيکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په یوه نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی پرون ناوخته لیکلي چې کبیر ته دغه بلنه د هغه او د روسیې د سفیر د لیدو کتو په پای کې سپارل شوې ده.

روسیې د طالبانو د کابینې له دغه چارواکي غوښتي چې د تاتارستان په کازان کې یوې جوړېدونکې نړیوالې غونډه کې ګډون وکړي.

که څه هم د دغې غونډې اجندا او کره نېټه نه ده یاده شوې، خو کازان د همدې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ او بیا د راتلونکې جون میاشتې په نهمه نېټه د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په اړه د نړیوالو غونډو کوربه دی.

د تېر کال د سپټمبر په وروستیو کې کازان د مسکو فارمټ غونډې کوربه و چې هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ګډون په کې کړی و.

طالبان: تېر کال ۱۹۷زره ټنه قاچاقي او ممنوعه مواد کشف او ضبط شوي

د طالبانو په ضبط شویو توکو کې درمل هم شامل دي. عکس تزئیني بڼه لري
د طالبانو په ضبط شویو توکو کې درمل هم شامل دي. عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت خبر ورکړی چې تېر کال یې ۱۹۷زره ټنه قاچاقي او ممنوعه مواد کشف او ضبط کړي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل په یوه بیان کې ویلي چې د ګمرکاتو ریاست له‌خوا هغه طبي او کرنیز مواد، یوناني دوا، خوراکي توکي او مخدره مواد ضبط شوي چې له ګاونډيو هېوادونو په ناقانونه توګه راقاچاق شوي وو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي سټنډرډ ادارې هم تېره اوونۍ ویلي وو چې د بې کیفیته تېلو شل ټانکره یې بېرته ایران ته مسترد کړي.

په غور کې زورورو سېلابونو څه باندې زر کورنۍ بې‌ځایه کړي

ارشیف: په افغانستان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په افغانستان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

په غور ولایت کې زورورو سېلابونو څه باندې زر کورنۍ بې‌ځایه کړي او دا مهال په تش میدان پاتې دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت نن پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه سیلابونه وړمه ورځ په مرغاب ولسوالۍ کې راوتلي چې دغې ولسوالۍ ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

که څه هم د غور په سېلابونو کې د سر د زیان راپور لا نه دی ورکړل شوی، خو د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، پېښه او زیانونه یې لا بشپړ نه دي څېړل شوي.

په افغانستان کې د وروستیو څو اوونیو سېلابونو له کبله له سلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو شورا د افغانستان بشري وضعیت کړکېچن وباله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام استازی وایي، دغې شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.

دغه راپور د تېرې دوشنبې په ورځ په دغې شورا کې د افغانستان د استازي نصیر احمد اندېشه له خوا وړاندې شو او په کې د افغانستان بشري وضعیت کړکیچن وبلل شو.

اندېشه نن ازادي راډیو ته وویل چې پر راپور سربېره دغې غونډه کې د ۷۰ هېوادونو له‌خوا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ۲۴۳ سپارښتنې مطرح شوې چې دا د ده په ټکو د وضعیت د ناوړه کېدو څرګندونه کوي.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو شورا پر تازه اندېښنو او راپور تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې ورته راپورونه رد کړي دي.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون یو شمېر نور بندیزونه لګولي چې نړیوال یې اندېښمن کړي دي.

د پنجشېر د زمردو په یوه کان کې چاودنه؛ څلور کارګران ټپیان شوي

ارشیف: د پنجشېر په یوه کان کې کارګران د کار پر مهال
ارشیف: د پنجشېر په یوه کان کې کارګران د کار پر مهال

د پنجشېر ولایت د زمردو په یوه کان کې د ګازو بالون د چاودنې له کبله د څلورو کارګرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پنجشېر لپاره د طالبانو چارواکو پرون ویلي چې دغه پېښه د یکشنبې ماښام د حصه اول ولسوالۍ په سفېدچهر ساحه کې شوې ده.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، کارګر د زمردو په کان کې په کار بوخت وو چې چاودنه وشوه.

پنجشېر له هغو غرنیو ولایتونو دی چې په څه باندې ۸زره کسان په کې په شاوخوا ۱۲۰۰ کانونو کې په کار بوخت دي.

د خوندیتوب د اصولو نه رعایت او په غیرمعیاري ډول د کانونو کیندل، د دغسې پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

د افغانستان د اتلانو لیګ؛ نن په‌کې دوه سیالۍ ترسره کېږي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د اتلانو لیګ د فوټبال د درېیم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین جوانان واحدي او اټک انرژي دغه راز خدیم ایف‌سي او عینو مېنه په خپلو کې د فوټبال سیالي لري.

په پرونیو سیالیو کې د عدالت لوبډلې درې د صفر په وړاندې د موج ساحل لوبډلې ته ماتې ورکړه او ابومسلم ۹ د یو په وړاندې د میوند لوبډلې په وړاندې بریا خپله کړه.

د افغانستان د اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو درېیم فصل چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې په روانه غويي یا ثور میاشت کې پیل شو.

د بل‌ګټس بنسټ د افغانستان روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

ارشیف: په کابل کې په یوه روغتون کې بستر شوی ناروغې تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: په کابل کې په یوه روغتون کې بستر شوی ناروغې تر درملنې لاندې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یوې مسوولې ویلي چې بل‌ګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي پرون د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه د دغو مرستو یادونه کړې ده.

ډاکترې حنان همداراز افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د هغو ۵۰۰ میلیونو ډالرو یادونه کړې چې ګټس بنسټ او ځینې نور تمویلونکي یې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ته ورکوي.

د متقي په حواله په دې بیان کې راغلي چې دوی له دې مرستو منندوی دي، خو د روغتیا له نړیوال سازمان غواړي چې د طالبانو استازی په دغه سازمان کې ومني.

افغانستان یو میلیون او اته سوه زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي

تصویر آرشیف
تصویر آرشیف

افغانستان یو میلیون او اته سوه زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس پرون خبر ورکړی چې دا سیروم د ملي شفا فارماسټیکل درمل جوړولو فابریکې تولید کړي وو.

د خبر په اساس دا اندازه سیرومونه پرون له کابله په یوه لارۍ کې بار او عراق ته واستول شول.

باختر اژانس زیاتوي چې ملي شفا فابریکه د کال څه باندې ۴۳ میلیون بوتل سیرومو او ۷۰ میلیون سرنج یا پیچکاریو د تولید وړتیا لري.

کابل کې پر طالبانو د بریدونو ادعا؛ مقاومت جبهه: څلور طالبان وژل شوي او درې ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې یکشنبه ماښام یې په کابل کې پر طالبانو دوه ځایه برید کړی او اوه تنه طالب ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې ده

د طالبانو دې مخالفې وسله‌والې ډلې په خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې ادعا کړې چې لومړی برید یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له دروازې سره کړی دی.

په دې برید کې د یادې جبهې د ادعا په اساس دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دې جبهې همداراز ادعا کړې چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په دروازه کې یې هم پر طالبانو برید کړی دی.

د جبهې په خبره چې په دې برید کې یې هم دوه طالبان وژلي او یو تن یې ور ټپي کړی دی.

د طالبانو امنیتي چارواکو لا د مقاومت جبهې د دې ادعاو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه د دې ادعاوو تایید نه شي کولای.

د مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې ویلي چې پر طالبانو یې دا بریدونه د بدخشان د خلکو د ملاتړ په خاطر کړي.

د راپورونو په اساس په بدخشان کې دا څو ورځې د خلکو له‌خوا د طالبانو پر ضد په څو سیمو کې مظاهرې روانې دي.

د مظاهرو پر مهال یو کس وژل شوی هم دی.

طالبانو ویلي چې د حالاتو د کرارولو لپاره یې د خپل لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته استولی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG