د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

اتمر: د سولې او جمهوري نظام د ساتلو لپاره سیمه‌ییزه اجماع نه‌شته


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي په هېواد کې د سولې او د جمهوري نظام د ساتلو لپاره، سیمه‌ییزه اجماع نه‌شته.

حنیف اتمر وویل، په افغانستان کې تلپاتې سوله او د جمهوریت ساتنه، د سیمې په ګټه او د جګړې دوام د سیمې په زیان دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۷» د خپل کار په لومړۍ ورځ وویل، د افغانستان د ګټو په اړه د سیمې ناسم درک او د سیمې د ګټو په اړه د افغانستان محدود درک، په افغانستان کې د سولې او د جمهوریت د ساتلو په برخه کې د سیمه‌ییزې اجماع د نشتوالي لامل دی.

ښاغلي اتمر وویل، د بهرنیو چارو وزارت به ډېر ژر د افغانستان د بهرني نوي سیاست کرښې د تصویب لپاره کابینې ته واستوي.

په افغانستان کې د سولې او د جمهوري نظام د ساتلو لپاره له نړۍ سره کار کول، د دغو بهرنیو سیاسي کرښو لومړیتوبونه ګڼل شوي دي.

د ښاغلی اتمر په خبره، په پام کې ده چې د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه ظرفیت لوړ شي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه: "موږ سوله او د نظام ساتنه غواړو، خو په سیمه کې پر دغې مسئلې اجماع نه‌شته. د افغانستان د دیپلوماسۍ لپاره نوي ګواښونه رامنځته شوي، دا ګواښونه دا دي چې موږ باید په سیمه کې اجماع رامنځته کړو."

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په هېواد کې سیاسي اختلافونو ته په کتو وايي، که څه هم د ده او د ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ د لید توپیر موجود و، خو د سولې او ملي ګټو په خاطر یې، د دغه وزارت سرپرستۍ ته د ولسمشر غني بلنه ومنله.

ده د افغانستان له سیاسیونو وغوښتل چې خپلمنځي اختلافونه له قانوني لارو له‌منځه یوسي چې هېواد د سولې په مذاکراتو کې بریالی شي.

د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکیز ټیم چې په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې یې برخه اخیستې وه.
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکیز ټیم چې په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې یې برخه اخیستې وه.

د ده په باور د انتخاباتو موضوع د قانون له مخې پای ته رسېدلې او د افغانستان سیاسي ټولنه باید په بشپړ اتفاق سره بین‌الافغاني خبرو ته لاړه شي.

ښاغلی اتمر خبرداری ورکوي چې که سیاسیون سره بېل شي، افغانستان به د سولې په خبرو کې بریالی نه‌شي.

ښاغلی اتمر وايي: "موږ ټولو دغه ژمنه کړې چې نظام له لاسه ورنه‌کړو او داسې ونه‌شي چې د اختلافونو په نتیجه کې چې د حل لاره‌یې یوازې قانون دی، نظام په خپل لاس له‌منځه یو نه‌سو."

مخکې له دې د افغاستان ولسمشر، په داسې حال کې له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی وټاکه چې تر اوسه هم د انتخاباتو د نتایجو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات حل شوي نه‌دي.

تر اوسه د دغو اختلافاتو د حل لپاره کورنیو او بهرنیو هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستا کې د ټول‌شموله حکومت د جوړولو په اړه د ښاغلي غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلاف د نه‌حل کېدو له امله، له افغانستان سره په مرستو کې د یو میلیارد ډالرو د کمولو اعلان وکړ.

مخکې له دې ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې د بهیر مشري او مدیریت عبدالله عبدالله ته وړاندیز کړ، خو دغه وړاندیز د عبدالله عبدالله د ټیم له‌خوا رد شو.

د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست وايي، د درې مصیبتونو لکه کرونا، جګړو او د افغانستان د سولې او د جمهوریت د ساتلو لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د نشتوالي ترڅنګ، څلورم مصیبت سیاسي اختلاف دی چې د هېواد تر غاړې شوی دی.

XS
SM
MD
LG