د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وګماره.

په دې اړه د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۶» د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی اتمر د افغانستان یوه مطرح اغېزمنه سیاسي څېره ده او په وروستیو دوو لسیزو کې یې په بېلابېلو دولتي برخو کې کار کړی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وايي، د محمد حنیف اتمر په ګډون چې په دې وروستیو کې یو شمېر څېرې وزارتونو ته پېژندل شوي، وړ او تجربه لرونکي کسان دي.

ښاغلی کټوازی زیاتوي: "زه ډاډمن یم. دا هغه کسان دي چې کافي تجربې لري او د افغانستان په حالاتو خبر دي. له ولسمشر نه مو هیله ده چې داسې کسان وزارتونو ته وګماري چې د خلکو قناعت حاصل کړي."

د حزب اسلامي د یوې څانګې مشر او د مالیې وزارت اوسنی سرپرست عبدالهادي ارغندېوال
د حزب اسلامي د یوې څانګې مشر او د مالیې وزارت اوسنی سرپرست عبدالهادي ارغندېوال

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له حنیف اتمر مخکې، عبدالهادي ارغندېوال د مالیې وزارت او طاهر زهیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستانو او نوماندانو په توګه ټاکلي دي.

همدارنګه د ولسمشر له‌خوا محمد داوود سلطان‌زوی د کابل ښاروال او محمد ایوب سالنګي، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.

ښاغلي اتمر مخکې له دې د ملي امنیت سلاکار، د کورنیو چارو، پوهنې او د کلیو پراختیا د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

عبدالهادي ارغندېوال چې د حزب اسلامي افغانستان د یوې څانګې مشري پر غاړه لري، مخکې له دې یې د اقتصاد د وزیر په توګه کار کړی او طاهر زهیر له څو کلونو راهیسې د بامیان د والي په توګه کار کاوه.

د بامیان پخوانی والی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوسنی سرپرست طاهر زهیر
د بامیان پخوانی والی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوسنی سرپرست طاهر زهیر

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه رحیم جامي وايي، په وزارتونو کې د ښه کار کولو لپاره اړینه ده چې د سیاسي نفوذ ترڅنګ، تخصص او مسلکي وړتیا ته هم پام وشي.

ښاغلی جامي وايي: "په خواشینۍ سره موږ په افغانستان کې هره ورځ د اضطراب او بحران په حالت کې یو، نو په داسې حالاتو کې اړتیا ده، داسې کسان په وزارتونو کې ځای پر ځای شي چې په دغو برخو کې د کار لازمه وړتیا ولري او وتوانېږي، تر لاس لاندې کارکوونکي ښه مدیریت کړي."

ولسمشر غني مخکې له دې ټینګار کړی چې په کابینه کې به داسې څېرې وګماري چې سیاسي نفوذ او د کار توان ولري او د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

ښاغلی اتمر د ملي امنیت په شورا کې د ولسمشر د سلاکار په توګه د مأموریت پر مهال یوه نفوذ لرونکې او د بحث وړ څېره وه.

حنیف اتمر او د مرستیالانو په توګه‌یې یونس قانوني او محمد محقق په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوم‌لیکنې پر مهال.
حنیف اتمر او د مرستیالانو په توګه‌یې یونس قانوني او محمد محقق په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوم‌لیکنې پر مهال.

له دغه پست نه د ښاغلي اتمر له ګوښه کېدو وروسته، نوموړی د ښاغلي غني پر یوې منتقدې څېرې بدل شو.

ښاغلي اتمر ولسمشریزو انتخاباتو ته هم خپل نوم لیکلی و، خو د ده په ډله کې د خپل‌منځني اختلافاتو له امله، انتخاباتي مبارزو ته راونه‌ووت.

XS
SM
MD
LG