د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۴۲

اجرائیه صدارت د عطا محمد نور او حنیف اتمر د اختلاف ټکی


د انځور ښي لوري ته عطا محمد نور او چپ لوري ته محمد حنیف اتمر
د انځور ښي لوري ته عطا محمد نور او چپ لوري ته محمد حنیف اتمر

محمد حنیف اتمر ته نږدې یوې سرچینې ویلي چې د اتمر او عطا محمد نور ترمنځ د صدارت د څوکۍ پرسر جدي اختلاف رامنځته شوی دی.

د جموري ریاست د انتخاباتي مبارزو له پیلېدو سره راپورونه وايي چې د حنیف اتمر د انتخاباتي ټیم په غړو کې اختلاف رامنځته شوی دی.

د دغه ټیم یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله غواړي چې هویت یې له ازادي رادیو سره خوندي پاتې شي، وايي چې عطا محمد نور غواړي چې د دغه ټیم په لومړي انتخاباتي کمپاین کې د اتمر له خوا د صدراعظم په توګه معرفي شي، خو د سرچېنې په خبره، ښاغلی اتمر له دغه کار سره مخالف دی او غواړي چې دغه موضوع یوازې د دغه انتخاباتي ټیم په منشور کې خپره شي.

سرچینه وايي، تېره ورځ د سولې او اعتدال د ټیم غړي د همدې موضوع په اړه د منځګړیتوب لپاره د عطا محمد نور لیدو ته ورغلي وو.

په ورته وخت کې د سولې او اعتدال د ټیم لومړی مرستیال محمد یونس قانوني د انتخاباتي مبارزو په دوهمه یعنې د دوشنبې په ورځ عربي متحده اماراتو ته تللی دی.

بل خوا د محمد یونس قانوني یوه دستیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې د اتمر، نور او قانوني ترمنځ اختلاف رد کړ.

د سولې او اعتدال د ټيم غړي
د سولې او اعتدال د ټيم غړي

​دده په خبره، ښاغلی قانوني به ډېر ژر هېواد ته راستون شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه له عطا محمد نور سره خبرې وکړو، خو دده یوه پلوي هم په دې برخه کې همکاري ونه کړه.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم د دغه ټیم د غړو ترمنځ هر ډول اختلاف ردوي او ادعا کوي چې د یاد ټیم مخالفین د ټولنیزو شبکو له لارې دغه کار کوي.

د سولې او اعتدال د ټیم ویاند قادرشاه ازادي راډیو ته وویل: د سولې او اعتدال په ټیم کې ستونزې نه شته، د ټیم لویان او د مشرتابه غړي د هېواد د ملي موضوعاتو او کمپاینونو په اړه یو نظر لري، څرنګه چې فضا کمپایني ده او هر کس په دې اړه نظر لري، موضوع ګانو ته لمن وهي او په ټولنیزو رسنیو او عامه افکارو کې يې مطرح کوي.

د سولې او اعتدال د ټیم ویاند قادرشاه
د سولې او اعتدال د ټیم ویاند قادرشاه

​له ښاغلي قادرشاه وپوښتل شول چې حنیف اتمر به اجرائیوي صدارت عطا محمد نور ته ورکړي؟ ده وویل: د سولې او اعتدال ټیم پر خپلو ژمنو ولاړ دی، ټول موارد يې په خپل منشور کې ځای پرځای کړي او خپاره به شي، ښاغلی اتمر چې د سولې او اعتدال د ټیم مشر دی، ویلي یې وو چې په خپل حکومت کې به اجرائيوي صدارت رامنځته کړو او کله چې لویه جرګه جوړه شي او دغه موضوع تأیید کړي، بیا به اجراء شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر انتخاباتي مبارزو درې ورځې تېرېږي، خو د ښاغلي اتمر په ګډون ځینو انتخاباتي ټیمونو خپل کمپاینونه نه دي پیل کړي.

د سولې او اعتدال د ټیم ویاند وايي، دوی د جمهوري ریاست د کاندیدانو د شورا د پرېکړې په اساس انتخاباتي مبارزې د پنجشنبې تر ورځې ځنډولي او که حکومت د دوی غوښتنو ته پر وخت ځواب ووايي، بیا به خپلې مبارزې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG