د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم د داخلي ستونزو له کبله وپاشل شو


د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم

د محمد حنیف اتمر د انتخاباتي ټیم ځیني کلیدي غړي وايي، دغه ټیم د داخلي اختلافاتو له امله وپاشل شو.

د انتخاباتي منډو ترړو د درولو په اړه د سولې او اعتدال ټیم د اعلامیې له خپرېدو څو دقیقې وروسته د دغه ټیم کلیدي غړي محمد اسماعیل خان ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پرېکړې په اړه له هغه سره هېڅ مشوره نه ده شوې.

بل خوا دغه ټیم ته نږدې يوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې د سولې او اعتدال ټیم انتخاباتو ته نه ځي، د سولې پایلو ته انتظار باسي.

د سرچینې په خبره، محمد يونس قانوني د اتمر د دغې پرېکړې له امله له هغه څخه ناراضه دی، خو ښاغلي قانوني په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د سولې او اعتدال ټیم د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، د دې لپاره چې د سولې بهیر يوه حساس پړاو ته رسېدلی او خلک غواړي چې رهبران یې له دغه فرصته ګټه واخلي، دغه ټیم پرېکړه کړې چې خپلې انتخاباتي منډې ترړې ودروي.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې د دوی ټیم د نوماندانو له شورا سره يوځای له حکومت څخه وغوښتل چې د انتخاباتي کمپاینونو د پیلېدو سره په يوه اوونۍ کې دې د انتخاباتو په بهیر کې اصلاحات راولي، خو د دغې اعلامیې له مخې لا هم په انتخاباتي چارو کې د حاکم ټیم له خوا ښکاره مداخلې لیدل کېږي.

حکومت د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم د تازه اعلامیې په اړه کوم غبرګون لا نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې حکومتي چارواکي او مامورین په انتخاباتي چارو کې د مداخلې حق نه لري.

خو د حرکت اسلامي ازاد افغانستان مشر سید محمد علي جاوېد چې د سولې او اعتدال د ټیم پلوی و، په اعلامیه کې مطرح شوي دلایل ردوي او وايي، دغه ډله د غړو ترمنځ د داخلي اختلافونو له امله وپاشل شوه.

ده وویل: یوازې لومړی او دوهم مرستیال جلا نه شول، لویې څېرې لکه اسماعیل خان، بسم الله خان، د صبغت الله مجددي زوی او سلیمان کاکړ چې د اتمر اصلي مټې وې، جلا شوې، د سید حامد ګیلاني له خوا په وروستیو ناستو کې چا ګډون نه کاوه او اړیکې یې ورسره شلولې وې.

په ورته وخت کې د حنیف اتمر د انتخاباتي ټیم دوهم مرستیال محمد محقق ازادي راډیو ته وویل، څه چې په اعلامیه کې راغلي موجه دي.

دی وایي: کوم دلایل یې چې په اعلامیه کې مطرح کړي، موجه دي او ستونزه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د سولې او اعتدال د ټیم ویاند قادرشاه ازادي راډیو ته ویلي وو چې دغه ټیم به هېڅ کله هم ونه پاشل شي.

XS
SM
MD
LG