د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

هېواد: ځیني ګاونډي هېوادونه هڅه کوي د خپلو نفوذي کسانو پر مټ بریدونه وکړي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په افغانستان، سیمې او نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو ترڅنګ یو لړ بېلابېلو موضوعاتو ته هم اشاره کړې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، په بهرنیانو بریدونه صفر شوي، خو د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

مطلب زیاتوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې څه کم یوه میاشت وروسته پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو بریدونه صفر، خو د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

په مطلب کې راغلي د سولې له هوکړې وروسته طالبانو په ۲۲ ولایتونو کې پر افغان ځواکونو ډله‌ییز بریدونه کړي چې له امله‌یې شاوخوا ۱۵۰ افغان ځواکونه وژل شوي دي.

په مطلب کې د افغان چارواکو دا خبره هم را اخیستل شوې چې افغان امینتي ځواکونو تر ډېره حده طالبان ځپلي او مرګ‌وژوبله‌یې وراړولې ده.

هشت صبح

د هشت صبح د ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی: "سیاسي اختلافات او د جمهوریت په تړاو ناڅرګنده راتلونکې."

سرمقاله زیاتوي، د هېواد د مشرانو ترمنځ اختلافات تر ۱۳۹۹کال پورې هم وغځېدل چې ولسمشریزې ګټې به وګواښي.

په سرمقاله کې راغلي په یوه ورځ د لوړې د دوو مراسمو ترسره کولو د هېواد په ګڼو چارو ناوړه اغېز کړی دی.

سرمقاله وړاندې لیکي، سره له دې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي او همدا شان یو شمېر مطرح افغان سیاستوالو د رامنځته شویو اختلافاتو د حل لپاره تر اوسه ډېرې هڅې وکړې، خو نتیجه‌یې لا روښانه نه‌ده.

په سرمقاله کې لیکل شوي چې ښاغلي خلیل‌زاد د حکومت پر مشرانو ټینګار کړی چې خپلمنځي اختلافات له‌منځه یوسي او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې د "نوي کال جالب پیل" تر عنوان لاندې په یوه مطلب کې لیکلي، د نوروز د جشن لغوه کېدل نوې خبره ده.

په مطلب کې راغلي، د نوروز د لمانځلو لرغونتوب له میلاده مخکې ۵۸۳ کال ته رسېږي چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

دغه ورځ د هېوادونو د کلتور، دودونو، ټولنیز جوړښت او ملي ارزښتونو ښکارندويي کوي.

دنیا ورځپاڼه دا مطلب په داسې حال کې لیکي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرونا ویروس د خپرېدو د خطر له امله په ټول هېواد کې د نوروز جشن او د بزګرو د محصولاتو نندارتونونه لغوه اعلان کړي دي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې ویلي: "په زابل ولایت کې پر افغان ځواکونو ترهګریز برید غندو" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله پیل کړې ده.

سرمقاله وایي، د نوي کال په لومړۍ ورځ ترهګرو په کلات کې پر افغان ځواکونو برید وکړ چې د ملي اردو او پولیسو ۲۴ سرتېري په‌کې ووژل شول.

سرمقاله لیکي، دا برید په داسې حال کې کېږي چې افغان ولس له یوې خوا د کرونا ویروس اندېښمن کړی او پر ضد یې مبارزه کوي او بله دا چې ملت هیله‌مند دی چې نوی کال‌یې د سولې او ثبات د پیل کال وي.

سرمقاله زیاتوي، دا برید د سولې له هوکړې سره په ټکر کې دی ځکه شاوخوا میاشت مخکې طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې منلي چې پر امریکايي او د امریکا پر متحدو ځواکونو به برید نه‌کوي، حال دا چې افغان ځواکونه د امریکا متحدین دي.

په سرمقاله کې راغلي دغه برید امریکا، جرمني، ناټو او ځینو نورو هېوادونو هم غندلی دی.

سرمقاله زیاتوي، ځیني ګاونډي هېوادونه هڅه کوي دغه بریدونه د خپلو نفوذي کسانو پر مټ وکړي.

سرمقاله ټینګار کوي چې د افغانستان استخباراتي ادارې باید دغه نفوذي کسان وپېژني او قانوني چلند ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG