د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

دنیا: سیاسي بحران او د امریکا مبهمې هڅې!


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې.
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې.

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافاتو او په هېواد کې د کرونا وایروس خپرېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، سیاسي بحران او د امریکا مبهمې هڅې!

وړاندې راغلي، سره له دې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په شمول په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او نورو امریکايي چارواکو د اشرف غني د لوړې مراسمو کې په ګډون سره ظاهراً د ده حکومت ته مشروعیت ورکړ، خو د سرمقاله لیکونکي په باور، د عبدالله عبدالله په تړاو د زلمي خلیل‌زاد تازه څرګندونې ښیي چې امریکا په افغانستان کې د یوې بلې لوبې په لټه کې ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د خلیل‌زاد دا څرګندونې چې ویلي، متحده ایالات په افغانستان کې له هغه حکومت نه ملاتړ کوي چې عبدالله عبدالله هم په‌کې شامل وي، دا په دې معنی چې له یوې خوا امریکا اشرف غني ته د مشروعیت ډاډ ورکوي او له بل لوري عبدالله ته دا پیغام رسوي چې پر خپل موقف کلک ودرېږه او د غوښتنو د تحقق په برخه کې موږ ستا ترڅنګ یو.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، دا احتمال قوي دی چې امریکا به یو ځل بیا دواړه لوري د واک او امتیازاتو پر وېش توافق ته رسوي او دا به د پخوا په څېر لوبه به بیا تکرار شي، خو یوازې په شکلي لحاظ ښايي یو څه توپیر ولري.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې د سولې مذاکراتو لپاره د حکومت پلاوی نهايي شي، خو د انتخاباتي ډلو ترمنځ اختلاف لاهم نه‌دی حل شوی او خلکو ته ګڼې اندېښنې پیدا شوې دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اوس‌مهال ډېری کارپوهان د ملامتۍ بار په ټاکنیزو کمېسیونونو اچوي چې ونه‌توانېدل د انتخاباتو رڼې پایلې اعلان کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که چېرې دغه دوه عالي جنابان د خبرو اترو له لارې خپلمنځي ستونزې هوارې نه‌کړي د دواړو لورو ترمنځ د نښتې ډېر احتمال موجود دی چې بیا به‌یې کنټرولول ډېر ستونزمن وي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، دواړو لورو ته اړتیا ده چې د هېواد ملي ګټو ته پام وکړي او دغو اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، ایران د کرونا وایروس له خپرېدو راهیسې هره ورځ افغانستان ته له ۹ تر ۱۵ زرو پورې افغان کډوال په زور راستنوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، اړتیا ده چې سرحدونو کې کنټرول زیات شي او له پاکستان او ایرانه راتلونکي افغانان باید په بندرونو کې تشخیص او تداوي شي که نه نو په افغانستان کې به دا ناروغي ناورین جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG