د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

ملي ارمان: د طالب بندیانو خوشې کېدل د امریکا او غني ترمنځ د معاملې پر بنسټ کېږي


د کابل ځینې ورځپاڼې
د کابل ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ټولو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د طالب زندانیانو د خوشي کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې ټينګار کړی، هغو کسان چې جنګي جنایتونو کې ښکېل دي باید له زندانه خوشې نه شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د تېرو ۱۸ کلونو پر مهال ډېری ملکي وګړي وژل شوي او د دغه وخت هره پېښه مو ذهن کې ده چې د هېرېدو نه دي.

هشت صبح ورځپاڼې همدارنګه ویلي، د ودونو په مراسمو او عامه ځایونو حملې او د بې ګناه افغانانو وژل هغه څه دې چې په تېرو ۱۸ کلونو کې ترسره شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، د قانون پر بنسټ ولسمشر د زندانیانو د خوشې کولو صلاحیت نه لري.

ورځپاڼې د اساسي قانوني ۶۴ مادې په بنسټ لیکلي چې دا ماده ولسمشر ته دا صلاحیت ورکوي چې ځينو زندانیانو ته د قوانینو په رڼا کې بښنه یا تخفیف ورکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې: "د طالب بندیانو خوشې کېدل د امریکا او غني ترمنځ د معاملې پر بنسټ کېږي."

ورځپاڼې لیکلي، په وروستۍ ناسته کې د زلمي خلیل‌زاد او محمد اشرف غني ترمنځ معامله په دې وشوه چې امریکايي پلاوی د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي خو پر ځای یې غني ۵ زره طالب بندیان خوشې کوي.

د ورځپاڼې په وینا که چېرې د امریکا او غني ترمنځ د معاملې خبره رېښتیا وي ولسمشر غني به خپلو اجرااتو کې یوازې شخصي ګټې په پام کې نیسي.

د سرمقالې لیکوال په وروستۍ برخه کې له ټولو سیاسي ډلو او بنسټونو غوښتي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو پر مهال بې غوري ونه کړي او د ورځپاڼې په وینا د زندانیانو د خوشې کېدو خبره هغه مهال سمه ده چې په بدل کې افغانستان ته امتیازات ورکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې له خلکو غوښتي چې خپل یووالی وساتي او دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

دې ورځپاڼې کې راغلې چې حکومت، سیاسون او خلک ټول په ګډه مسؤلیت لري چې دغه پړاو په ښه توګه ترسره کړي څو دښمنان ورڅخه ګټه وانخلي.

ورځپاڼې ډاډ څرګندوي چې ډېر ژر به هېواد کې شته سیاسي او امنیتي ستونزي حل شي.

XS
SM
MD
LG