د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د عبدالله مرستیالانو کار پیل کړی، ارګ‌یې د ملي ګټو او قانون خلاف بولي


عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی او د هغه دوه مرستیالان.
عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی او د هغه دوه مرستیالان.

د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی، مرستیالانو د لوړې له مراسمو یو ورځ وروسته د کار پیل!

دوی د دوشنبې په ورځ صدارت قصر ته لاړل او هلته‌یې په خپلو کاري دفترونو کې خپل کار پیل کړ، هغه ځای چې ټاکل شوې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مرستیالان هم په‌کې خپل کارونه پیل کړي.

د عبدالله دوهم مرستیال اسدالله سعادتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د سرور دانش له دفتر سره د ده دفتر جلا دی، خو افغان حکومت دغه اقدام د ملي ګټو او قانون خلاف عمل یاد کړ.

د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال اسدالله سعادتي
د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال اسدالله سعادتي

ښاغلي سعادتي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۰» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل​: "زه نن د صدارت په دفتر کې نه‌یم او سپېدار ته ځم، خو پرون د معرفي کېدو نه وروسته هلته وم، موږ د سرور دانش دفتر نه، بلکې هلته نورې شعبې هم شته چې له هغې ځایه به خپل کار پر مخ بیایو، موږ خپل کارونه له هغوی سره په ټکر کې پر مخ نه‌بیایو."

  • ښاغلي سعادتي د ازادي راډیو یوې پوښتنې ته چې لومړی کار به مو څه وي؟ وویل له طالبانو سره پرته له قید او شرط د سولې خبرې.

خو افغان حکومت د عبدالله عبدالله له لوري پورته شوی ګام له قانون سره په ټکر کې بولي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود

د ولسمشر ویاند مرستیال لطیف محمود د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "وروستي اقدامات چې د یو شمېر دوستانو له‌خوا شوي دا قانوني مبدا او اساس نه‌لري، هر اقدام باید د اساسي قانون، نافذه قوانینو او د ملي ګټو پر بنسټ وشي، زموږ غوښتنه دا ده چې دوستان دغه مسایلو ته توجه ولري."

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ډېر ژر به د ولسمشر له لوري لومړی او دوهم مرستیال خپلو کاري دفترونو ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ او سپېدار ماڼۍ ته د زنبق له څلور لارې په ټولو غځېدلو لارو امنیتي ځواکونه ځا پر ځای شوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

د ملک اصغر په څلور لاري کې هم امنیتي ځواکونه تر سترګو کېږي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوه پړاوه او د ملي یووالي حکومت پنځه کاله حکومتوالۍ کې د لومړي او دوهم مرستیالانو دفترونه د صدارت په قصر کې و.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش دفتر چې د صدارت په قصر کې دی عبدالله هم د خپل دوهم مرستیال لپاره دلته دفتر پرانیستی، اوس د دې ډلو معاونینو ترمنځ د تاوتریخوالي احمتالي رامنځته کېدو یو لړ اندېښنې راپورته کړي.

سپېدار ماڼۍ
سپېدار ماڼۍ

په حقوقي مسایلو کې پوه او د کابل پوهنتون استاد نجیب محمود له ازادي راډيو سره په خبرو کې دې موضوع ته په اشاره سره وايي دواړه طرفونه دې د دې ستونزې د حل لپاره اساسي قانون ته مخه کړي.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تېره ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل چې په نړیواله کچه غبرګونونه‌یې له ځان سره درلودل.

XS
SM
MD
LG