د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ینس سټولټنبرګ: له افغانستانه په وتلو کې بیړه نه کوو


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وایي، دوی له افغانستانه په وتلو کې بیړه نه کوي.

ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که دوی د ځواکونو په وتلو کې بیړه وکړي، ممکن د امریکا او طالبانو لاسلیک شوې هوکړه عملي نه شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي د لومړي ګام په توګه د امریکا او طالبانو د هوکړې هرکلی کوي، خو په خبره یې دوی پوهېږي چې ستونزې او ناهیلۍ په لاره دي.

که څه هم نوموړي نه دي ویلي چې دا ستونزې او نا هیلۍ به څه وي، خو دا ټینګار یې کړی چې دوی له افغانستانه د ځواکونو په وتلو کې بیړه نه کوي.

ینس سټولټنبرګ پرون د کروشیا په پلازمېنه زاګریب کې د هغه هېواد له صدر اعظم سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، که دوی بیړه وکړي، ممکن د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې عملي کول له ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې اوس مونږ باید وتلو کې بیړه ونه کړو ځکه دا به د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د عملي کولو امکانات را کم کړي، طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې هیڅکله نه بریالي کېږي، مونږ د افغان ځواکونو روزنې، همکارۍ او مشورو ته ژمن پاته کېږو او د دوی مالي ملاتړ کوو، مونږ په دې سره طالبانو ته ښکاره پيغام ورکوو چې جګړه کې بری نشته، دوی باید د خبرو مېز ته کېني، ریښتینی جوړجاړی وکړي او له امریکا سره هوکړه عملي کړي."

سټولټنبرګ ویلي، هغه مهم څه چې دوی ترلاسه کړي دي دا چې طالبان به له نړیوالو ترهګرو سره هر ډول اړیکې پرې کوي او اجازه به نه ورکوي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي.

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کموالی او بین الافغاني خبرو ته کېناستل دوه نور مسائل دي چې د ناټو عمومي منشي مهم بللي دي.

خو تېرو دوو شپو ورځو کې د افغانستان د جګړې ساړه ډګرونه بېرته یو څه تاوده شوي او د افغان چارواکو په خبره، طالبانو ۱۵ولایتونو کې ۳۰ برېدونه ترسره کړي.

کورنیو چارو وزارت وایي چې دغو برېدونو کې امنیتي ځواکونو، ملکیانو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې سره پرون امریکایي ځواکونو له هوکړې وروسته د لومړي ځل لپاره پر طالبانو د برید خبر ورکړ.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند، ساني لېګېت پر ټوېټر ولیکل چې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته حمله کړې وه او دوی دفاعي برېد کړی دی.

له دې برید وروسته د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې طالبان له پلان سره سم د توافقنامې ټولې برخې یو په بل پسې عملي کوي تر څو د جګړې د شدت مخه ونیول شي.

ښاغلي شاهین ویلي، مقابل لوری هم باید د ده په ټکو د توافق نامې د ټولو برخو په عملي کولو کې خنډونه له منځه یوسي چې سرتاسري سولې ته لاره هواره شي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد کابل کې له افغان چارواکو سره په لېدو کتو بوخت دی.

د افغانستان اجرائيه مشر عبدالله عبدالله ویلي، له ښاغلي خلیلزاد سره یې کتنه کې د امریکا او طالبانو د هوکړې د عملي کولو په لارو چارو خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله او زلمی خلیلزاد
عبدالله عبدالله او زلمی خلیلزاد

پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا لیکلي، له ښاغلي خلیلزاد سره یې په روان سیاسي وضعیت او د بین الافغاني خبرو په تیاریو خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG