د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

فلسطین له اسرائیلو او امریکا سره اړیکې پرېکوي


د فلسطینې ادارې مشر محمودعباس
د فلسطینې ادارې مشر محمودعباس

د فلسطینې ادارې مشر محمودعباس پرون، شنبه، اعلان وکړ چې د منځني ختيځ د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د پلان په وړاندې په غبرګون کې به له اسرائیل او د امریکا له متحدو ایالاتو سره ټول اړیکي پرې کړي.

محمود عباس پرون په قاهره کې وویل چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له لوري جوړ شوی پلان پر ټولو هغو تړونونو تېری کوي چې اسرائيل او فلسطین په ۱۹۹۳ میلادي کال کې په اسلو کې لاسلیک کړي وو.

محمود عباس وویل چې له امریکا او اسرائیل سره به هېڅ اړیکي نه لري، حتی په امنیتي برخه کې.

عباس همدا راز وویل چې هېڅ کله به دا پلان ونه مني او نه غواړي چې په تاریخ کې دا ورسره ولیکل شي چې بیت المقدس یې خرڅ کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د جنورۍ په ۲۸ مه نېټه د منځني ختيځ د سولې پلان اعلان کړ.

د امریکا ولسمشر او د اسرائیلو صدراعظم
د امریکا ولسمشر او د اسرائیلو صدراعظم

د دې پلان پراساس، اسرائيل د اردن رود د لویدیزې غاړې په سیمه کې ټول يهودي مېشت ځایونه ور جلا کوي او د اردن دره به هم د اسرائيل وي.

په لویدیزه غاړه کې د اسرائيل مېشت ځایونه نړیوالې ټولنې غیر قانوني ګڼلي دي.

د پلان پر اساس به فلسطینیان په غزه کې محدوده خپلواکي لري، په لویدیزه غاړه کې به یې خال – خال سیمې وي او د بیت المقدس په څنډو کې یو شمېر سیمو ته به اجازه لري.

اسرائيل به د سیمې د ټولو نړیوالو سرحدونو خاوند وي، هوايي حریم به د اسرائيل په لاس کې وي او د ټولې سیمې د امنیت مسئولیت به هم لري.

د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر د پلان پر اساس، په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د جګړې له امله د بې ځایه شوو فلسطینیانو کورنۍ هم نه شي کولای چې بېرته فلسطین ته ستنې شي.

فلسطینیانو تل غوښتنه کوله چې د هغو بې ځایه شوو خلکو لمسیانو او کړوسیانو ته دې بېرته د ستنېدو حق ورکړ شي.

د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د عربي ټولنې د غړو هېوادونو استازو په قاهره کې غونډه وکړه.

غونډه د فلسطینیانو په غوښتنه جوړه شوې وه.

تېره ورځ قاهره کې د عربي ټولنې د غړو هېوادونو استازو غونډه کړې.
تېره ورځ قاهره کې د عربي ټولنې د غړو هېوادونو استازو غونډه کړې.

د عربي هېوادونو ټولنې، عرب لیګ د منځني ختيځ د سولې پلان چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر اعلان کړی دی، رد کړ او غیر منصفانه یې وبلل.

عرب لیګ په قاهره کې د بېړنۍ غونډې په پرېکړه لیک وویل چې د امریکا او اسرائيل ګډ پلان د فلسطینیانو له غوښتنو او د هغوي د حق حد اقل هم نه تامینوي.

په پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې د سولې په پلان باید د دوو خپلواکو دولتونو د نظریې پر اساس جوړ شي او د عربو د سولې د ابتکار له نړیوال پرېکړه لیک سره چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې جوړ شوی مطابقت ولري.

د عربو دسولې ابتکار په نوم پرېکړه لیک، د فلسطینیانو لپاره یو خپلواک دولت غواړي چې ختيځ بیت المقدس یې پلازمېنه وي.

په پرونۍ غونډه کې محمود عباس وویل چې له اسرائيل او امریکا سره اړیکي پرې کوي.

د عرب لیګ مشر، احمد ابوالغیط د جنورۍ په ۲۹ مه، ویلي، يو چې د فلسطینیانو پر خاوره د هغوی مشروع حق یې له پامه غورځولی دی.

مصر پر دواړو خواوو غږ کړی چې د امریکا د ولسمشر وړاندیز په کرارۍ او احتیاط مطالعه کړي.

مصري چارواکو غوښتنه کړې چې د فلسطینیانو ته دې دا حق ورکړ شي چې پر اشغال شوو سیمو یو خپلواک دولت جوړ کړي.

اردن اسرائیل ته خبرداری ورکړی چې د فلسطینیانو د سیمو له اشغال او له ځان سره د هغوی له یوځای کولو ډډه وکړي.

اردن غوښتنه کړې چې د ۱۹۶۷ میلادي کال سرحدونه په رسمیت وپېژندل شي چې پر اساس یې ټول بیت المقدس او لویدیزه غاړه د فلسطینیانو ده.

XS
SM
MD
LG