د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د امریکا له لوري د منځني ختیځ د سولې پلان غبرګونونه راپارولي


د امریکا ولسمشر او د اسراییلو صدراعظم
د امریکا ولسمشر او د اسراییلو صدراعظم

د منځني ختیځ د سولې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان چې پرون، د جنورۍ په ۲۸مه، یې اعلان کړ په نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسرایيل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ګډه غونډه کې وویل چې اسراییل د سولې پر خوا یو ستر ګام واخیست او د دې لپاره یې له بنیامین نتانیاهو مننه وکړه.

د فلطسیني ادارې مشر محمود عباس د ډونالد ټرمپ پلان ته په اشاره وویل چې دا د فلسطینیانو پر مخ څپېړه ده.

محمود عباس په لویدیځه غاړه کې له خپلو سیاسي شریکانو سره تر کتنې وروسته وویل چې د فلسطین خلک به دا پلان هم د تاریخ کندې ته واچوي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس

په بروکسل کې لوړ رتبه اروپايي ډیپلوماټ جوزف بوریل په دې اړه نرم دريځ څرګند کړ او ویې ویل چې د ټرمپ وړاندیز به له دې کړکۍ چې د دوو خپلواکو دولتونو جوړېدل د اسرایيلیانو او فلسطینینانو مشروع غوښتنه ده، مطالعه کوي.

مسکو هم ویلي چې دا پلان مفصل تحلیل او څېړنې ته اړتیا لري.

د روسیې د فدارسیون د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشر کونستانتین کوساشیف وویل چې د منځني ختيځ د سولې د پروګرام په اړه باید د فلسطیني ادارې او اسرائيل له لورې عملونو او عکس العملونوته وکتل شي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا د ولسمشر وړاندیز به لږترلږه د مذاکرو پیل ته لاره هواره کړي چې په خپل اصل کې به بری وي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وویل چې د اسرایيل او فلسطین د جلا – جلا خپلواکو دولتونو د رامنځته کېدو وړاندیز هغه وخت د پایه دارې سولې لپاره لاره خلاصولای شي چې د دواړو خواوو لپاره د منلو وړ وي.

ملګرو ملتونو وویل چې د دوی له نظره د هغو سرحدونو په رسمیت پېژندلو ته اړتیا ده چې په ۱۹۶۷ میلادي کال تر جګړې مخکې ټاکل شوي وو.

په هغه جګړه کې اسراییلي قواوو د اردن سیند لویدیځه غاړه او غزه په بشپړ ډول نیولې وې.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوماریچ وویل چې د دوو خپلواکو دولتونو په اړه د دوي دریځ واضح دی.

د ترکیې حکومت د ټرمپ پلان په زغرده رد کړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې وویل چې د ټرمپ پلان نه شي کولای چې د دوو دولتونو د جوړېدو زمینه برابره کړي.

سعودي عرب غږ کړی چې اسرایيل او فلسطین دې مخامخ مذاکرې پېل کړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر له احتیاط سره دریځ خپل کړی او ویلي یې دي چې دواړه خواوې د ټرمپ پلان په دقت مطالعه کړي او ویې څېړي.

اردن هم د ملګروملتونو د سازمان په څېر غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دوامدارې سولې او ثبات پر لور یوازنۍ لار دا ده چې د ۱۹۶۷ میلادي تر جګړې مخکې منل شوی سرحد ومنل شي.

XS
SM
MD
LG