د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

د امريکا ولسمشر د فلسطين 'هېواد' د تشکيل غوښتنه وکړه


د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د سولې د طرحې په وړاندې کولو سره د "فلسطين دولت" د تشکيل غوښتنه وکړه.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوږده انتظار وروسته د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سولې پلان اعلان کړ.

د ولسمشر ټرمپ په خبره دغه طرحه په ٨٠ مخونو کې ده چې د فلسطين او اسرائيل لپاره تر ټولو مفصله طرحه ګڼل کېږي.

ولسمشر ټرمپ پرون سې شنبه د دې طرحې د معرفۍ پر مهال وويل، د فلسطين "هېواد" د ايجاد غوښتنه لري او ختيځ بيت‌المقدس‌يې د پلازمېنې په توګه منل کېداى شي.

هغه زیاته کړه: "غواړم دا طرحه فلسطينيانو ته تر ټولو غوره وي، دغسې بايد وي، نننۍ موافقه د فلسطينيانو لپاره يو تاريخي فرصت دى چې بالاخره خپل، يو خپلواک هېواد ولري، د ۷۰ کلونو تر لږ پرمختګ وروسته به دا ښايي د هغوى لپاره وروستى فرصت وي."

د امريکا ولسمشر چې د اسرائيل د صدراعظم بنيامين نتانياهو ترڅنګ په سپينه ماڼۍ کې خبرې کولې زياته کړه چې هېواد يې د اسرائيل د حاکميت حق په رسميت پېژني.

د امريکا ولسمشر د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتانياهو ترڅنګ په سپينه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال.
د امريکا ولسمشر د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتانياهو ترڅنګ په سپينه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال.

ډونالد ټرمپ وويل، له اسرائيل څخه غواړي چې هېڅکله د خپل امنيت پر سر له چا سره معامله ونه‌کړي.

د امريکا ولسمشر دا هم وويل چې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره‌يې هم د خپلې طرحې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي ټرمپ وويل، فلسطينيان غواړي له اسرائيل سره مذاکرو ته کېني او د خپلې خوښې هېواد ولري.

ډونالد ټرمپ محمود عباس ته پيغام ورکړ، که د سولې لار خپله کړي، د امريکا متحده ايالات به ګام پر ګام له فلسطين سره وي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس
د فلسطین ولسمشر محمود عباس

په دې ګډه خبري غونډه کې د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو وويل، هېواد يې تل د سولې هڅه کړې ده.

هغه له ډونالد ټرمپ مننه وکړه چې د اسرائيل او د دغه هېواد د نورو سيمو حاکميت‌يې په رسميت وپېژانده، دغه‌راز يې د فلسطينيانو او د منځني ختيځ خلکو ته د روښانه راتلونکې طرحه وړاندې کړه.

د ډونالد ټرمپ د دې طرحې د وړاندې کولو پر مهال په زرګونه فلسطينيانو په غزې تړانګه او لوېديځه غاړه کې مظاهرې وکړې.

دوى د امريکا پر ضد شعار ورکاوه او ويل‌يې چې د ولسمشر ټرمپ په طرحه کې اسرائيل ته زيات امتيازونه ورکړل شوي دي.

د فلسطینیانو د لاریونوالو یو انځور- ارشیف
د فلسطینیانو د لاریونوالو یو انځور- ارشیف

خو د نړۍ په سطحه د منځني ختيځ لپاره د ولسمشر ټرمپ د سولې طرحې ته نور عکس‌العملونه متفاوت وو.

د بريتانيا د صدراعظم بورېس جانسون دفتر وايي، دغه طرحه کېداى شي د پرمختګ پر لوري مثبت ګام وي.

د بريتانيا صدراعظم بورېس جانسون
د بريتانيا صدراعظم بورېس جانسون

خو د ايران د ولسمشر حسن روحاني سلاکار حسام‌الدين اشنا په يوه پيغام کې ويلي چې دا طرحه د سوکالۍ نه، بلکې د تحميل او تحريم طرحه ده.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وويل چې د فلسطين لپاره‌يې طرحه تر ٥٠ میليارده ډالرو پورې مالي مرسته برابروي.

خو د هغه په استدلال ځيني هېوادونه، له فلسطينيانو غلطه استفاده کوي او نه‌پرېږدي چې دوى خپل هدف ته چې د يوه هېواد لرل دي، ورسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG