د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې کنفرانس وځنډول شو


د فرانسې ولسمشر نن وویل چې د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه نړیوال کنفرانس چې ټاکل شوې وه پرون په پاریس کې جوړشي، په دې خاطرشاته وغورځول شو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرنشوای کولای په کې ګډون وکړي.​

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ نن وویل، هغه نړیوال کنفرانس چې ټاکل شوې وه د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د پروسې په اړه د می په دېرشمه په پاریس کې جوړشي شاته غورځول شوی دی.

اولانډ د فرانسې راډیو ته وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري نشوای کولای چې په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه چې دغه کنفرانس به په دوبي کې جوړشي.

د فرانسې ولسشمر وویل، دا د فرانسې لپاره ډېره مهمه ده چې د دغې لانجې په اړه یوپیاوړی نوښت مخ ته کړي کنه څه پېښیږي؟، د مېشت ځایونو جوړېدل او حملې به دوام کوي.

د رویټرز د راپورله مخې د هغه اشاره د اسراییل له خوا د فلسطینیانو په لاندې کړو سیمو کې د یهودي مېشت ځایونو جوړېدو او د فلسطینیانو حملو ته وه.

د دغه کنفرانس لپاره ټاکل شوې ورځ دغه راز د امریکا د رخصتي له هغې ورځې سره برابره وه چې په ترڅ کې یې دا هېواد په جګړو کې د وژل شویو سرتېرو یاد تازه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ وویل، دوی له فرانسې سره په خبرو بوخت دي چې د کنفرانس لپاره یوه بله ښه نېټه وټاکل شي چې د بهرنیو چارو وزیر جان کري وکولای شي په کې ګډون وکړي.

هغه دې ته هم اشاره وکړه چې په اوس وخت کې د کري بوختیاوې ډېرې زیاتې دي.

په عین حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرژان مارک ارو د یکشنبې په ورځ په بیت المقدس او رام الله کې و چې د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو او د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس ته د فرانسې د سولې د نوښت په اړه معلومات ورکړي.

فلسطیني ادارې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر د دغه نوښت ملاتړ وکړ خو اسراییل ورسره مخالفت څرګند کړ.

د اسراییل صدراعظم د فرانسې په بې طرفي وروسته له هغې شک څرګند کړ چې پاریس پنځه کاله مخکې په یونیسکو کې د فلسطین د غړیتوب ملاتړ وکړ.

د فرانسې ولسمشر وویل، موږ به له ټولو لوبغاړو، سترو هېواونو او ګاونډیانو سره کار وکړو چې یوه داسې فضا رامنځ ته شي چې اسراییل او فلسطینیان وکولای شي بېرته د خبرو مېز ته کښېني.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو نن په بیت المقدس کې د اسراییل د د دفاع د نوي وزیر په توګه د ایګویدر رلیبرمن د لوړې د پرځای کولو په مراسمو کې وویل چې له فلسطینیانو او ټولو ګاونډیانو سره سولې ته ژمن دی:

زه له فلسطینیانو او ټولو ګاونډیانو سره سولې ته متعهد یم
زه له فلسطینیانو او ټولو ګاونډیانو سره سولې ته متعهد یم

"له دغه فرصت څخه په استفادې غواړم دا واضح کړم چې زه له فلسطینیانو او ټولو ګاونډیانو سره سولې ته متعهد یم، د عربو د سولې په نوښت کې مثبت موارد نغښتي دي چې کولای شی له فلسطینیانو سره د ګټورو خبرو له بیا پیلیدو سره مرسته وکړي."

د یادونې وړده چې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې پروسه چې د اسراییل او فلسطین د دوخپلواکو دولتونو په رامنځ ته کېدو ټینګارکوي، له ۲۰۱۲ کال رهیسې په ټپه دریدلې ده.

XS
SM
MD
LG