د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

اسرائيل: که فلسطينيان خپلواک دولت غواړي، ناوړه عواقب به ولري


آویګدور لیبرمان
آویګدور لیبرمان
د اسرائیل د بهرنیو چارو سخت دریځي وزیر آویګدو رلیبرمان خبرداری ورکړ که چيرې فلسطینیان په ملګرو ملتونو کې د یوه خپلواکه دولت د پلان په پر مخ بېولو ټینګار وکړي، دا کار به ناوړه عواقب ولري:

ده وويل:

“ د ګواښ لپاره ځای نه شته خو په یقین سره ویلاي شم ، که چېرې فلسطینیان په یو اړخیز ډول پرېکړه وکړي. نو دا کار به جدي او سخت عواقب ولري او هیله من یم چې خبره تر دي حده ونه رسېږي”.

فلسطینیانو د ملګرو ملتونو د غړیتوب لپاره رسمي غوښتنه برابره کړې او غواړي چې د دې سازمان د ۱۹۴ م غړي هیواد په توګه په رسمیت وپیژندل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسملبه به د سپتمبر په شلمې نیټې غونډې پيل کړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر لیبرمان د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې، کاترین آشټن سره له کتنې مخکې خبرې وکړې خو د خپل خبرداري او ناوړه عواقبو په اړه یې توضیحات ورنه کړل.

د امریکا متحده ایالاتو هم ویلي، دوى به د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې د فلسطین غوښتنه ویتو کړي او استدلال کوي چې د فلسطین دولت باید د خبرو او مذاکرو له لاري جوړ شي.

منځني ختیځ ته د امریکا خاص استازی ډیویډ هالي او د سپینې ماڼۍ یو چارواکى ډینس راس به نن او سبا ته د دغې مسئلې په اړه د اسرائیلو له صدراعظم بینیمن نتنیاهو او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG