د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

نتانیاهو: د غزې په تړانګه کې د وسله والو پرضد پراخ هوايي عملیات به دوام وکړي


د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي چې د غزې په تړانګه کې د وسله والو پرضد پراخ هوايي عملیات به دوام وکړي.

په غزه کې له اسرائیلو سره په سرحد کې د کړکېچ په درېیمه ورځ نن یکشنبه یو ملکي اسرائیلی ووژل شو او د اسرائیلي ځواکونو په هوايي حملو کې څلور فلسطینیان چې لږترلږه دوه یې افراطي وسله وال وو، ووژل شول.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو چې د دفاع وزیر دنده هم لري، نن په یوه بیان کې وویل چې سهار مهال یې دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې په غزه کې د ده په وینا د تروېستانو پر ضد هوايي حملو ته په زیاته کچه دوام ورکړي.

نتانیاهو همداراز ویلي چې د ده له امر سره سم د غزې په سرحد کې دېره ځواکونه به نور ټانکونه، توپونه او اضافي پلي سرتېري ترلاسه کړي.

ارشیف، د اسرائیلي ځواکونو ټانکونه
ارشیف، د اسرائیلي ځواکونو ټانکونه

د غزې د روغتیا وزارت سرچینې وايي چې له جمعې ورځې راهیسې په دې ځای کې دولس فلسطینیان چې لږترلږه ۵ تنه یې وسله وال کسان وو، وژل شوي دي.

په دې قربانیانو کې یو ۱۴ میاشتنی ماشوم او یوه مېرمن هم شامل دي.

د اسرائیلو پوځ د دې کسانو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي او وايي، دا کسان هغه توغندي وژلي دي چې فلسطیني وسله والو توغولی و.

اسرائیلي چارواکو ویلي دي چې د حماس وسله والو د اسرائیل پر قلمرو ۴۰۰ توغندي ویشتلي او اسرائیلو په ځوابي اقداماتو کې په غزه کې ۲۰۰ اهداف په نښه کړي.

په غزه کې د اسرائیلو د هوايي حملو په نتیجه کې دوه لوړ پوړیزې ودانۍ هم نړېدلې دي.

عیني شاهدان وايي چې اسرائیلي پوځیانو له بمبارۍ مخکې د دې ودانیو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې ووځي، ځکه د هغوی په وینا، هلته د حماس یو امنیتي مرکز و.

د فلسطین د غزې ښار یوه سیمه چې د جګړې په جریان کې ویجاړه شوې ده
د فلسطین د غزې ښار یوه سیمه چې د جګړې په جریان کې ویجاړه شوې ده

په همدې حال کې متحده ایالاتو ویلي دي چې د ځان د دفاع لپاره د اسرائیلو د حق ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې امریکا له غزې څخه د اسرائیلو پر بېګناه ملکي وګړو د حماس او اسلامي جهاد ډلو د توغندیو حملې غندي.

بیان زیاتوي چې متحده ایالات د دې حملو له مسؤلانو غواړي چې دا سرغړونې سمدستي بندې کړي.

په بیان کې ټینګار شوی چې متحده ایالات د اسرائیلو او د دې حملو په وړاندې د دفاع لپاره د اسرائیلو د حق ننګه کوي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو ویلي چې له مصر سره په ګډه هڅه کوي، څو په غزه کې روانې نښتې پای ته ورسېږي.

راپورونه وايي چې د دې نښتو له پیل کېدو وروسته د پولې په دواړو خواوو کې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او موقتي استوګنځایونو کې اوسېږي.

د اسرائیلو په جنوب کې ښوونځي هم تړلي دي.

XS
SM
MD
LG