د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

اسرائیل د 'منځني ختیځ لپاره د امریکا سولې پلان' په اړه د پوتین نظر اخلي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې کتلي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د سولې د پلان په اړه‌یې بحث ورسره کړی دی.

بنیامین نتانیاهو پرون د جنورۍ په ۳۰مه له واشنګټن څخه د راستنېدو پر مهال په مسکو کې دمه وکړه.

د اسرائیل صدراعظم ویلي غواړي د منځني ختیځ لپاره د امریکا د نوي پلان په اړه چې اسرائیلو یې هرکلی کړی او د فلسطینیانو په ګډون ځینو نورو هېوادونو رد کړی، د ولسمشر ولادیمیر پوتین نظر واخلي.

ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ لپاره خپل پلان چې ډېر وخت‌یې ونیوه په واشنګټن کې له نتانیاهو سره شریک کړ. نتانیاهو دا پلان ډېر وستایه، خو ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې یې پر وړاندې سوړ او فلسطیني مشرانو او نورو قهرجن غبرګون څرګند کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په امریکا کې د منځني ختیځ لپاره د پلان د اعلانولو پر مهال.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په امریکا کې د منځني ختیځ لپاره د پلان د اعلانولو پر مهال.

نتانیاهو پوتین ته وویل، ده غوښتل د منځني ختیځ لپاره د امریکا د نوي پلان په اړه د روسیې د ولسمشر نظر واوري. هغه پوتین ته په خطاب کې وویل، تاسو لومړنی رهبر یاست چې زه د پېړۍ د معاملې لپاره واشنګټن ته له سفر وروسته خبرې ورسره کوم او زیاته‌یې کړه، یو نوی او حتی بې‌ساری فرصت رامنځته شوی دی.

نتانیاهو څرګنده کړه چې مسکو ته د ده سفر د اسرائیل او روسیې ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا نښه ده.

د ټرمپ نوی پلان په لوېدیځه غاړه کې پر اسرائیلي مېشت ځایونو او په اردن کې د ګولان پر لوړو د اسرائیلو د ولکې اجازه ورکوي او همداراز بیت‌المقدس د اسرائیلو د نه‌وېشل کېدونکې پلازمېنې په توګه اعلانوي. د منځني ختیځ لپاره د امریکا په نوې طرح کې د یوه خپلواک فلسطین چې پلازمېنه به‌یې د ختیځ بیت‌المقدس ځینې برخې وي یادونه هم شوې ده، خو پر فلسطینیانو یې له هغه مخکې یو لړ شرطونه ایښي دي.

د فلسطینیانو ولسمشر محمود عباس سمدستي له دې پلان سره مخالفت څرګند کړ.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لیدنه، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۲۴مه.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لیدنه، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۲۴مه.

عباس وویل چې دا طرحه د اسرائیل په پلوي جوړه شوې او زیاته‌یې کړه دی له بې‌پرې منځګړو سره د سولې د خبرو دوام غوره ګڼي.

فلسطیني مشران وايي چې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ پالېسۍ د اسرائیلو په خوا دي. د دوی په وینا واشنګټن د منځني ختیځ په اوږد کړکېچ کې بې‌پرې لوبغاړی نه‌دی، خو روسیه په وروستیو څو کلونو کې په دې سیمه کې زیاته ونډه او د اسرائیلو او فلسطینیانو په کړکېچ کې د منځګړي رول لوبول غواړي.

ولسمشر پوتین له نتانیاهو په ښکاره خبرو کې د منځني ختیځ د سولې د نوي پلان یادونه ونه‌کړه، خو ویې‌ویل چې له هغه سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي.

پوتین تېره اوونۍ له نتانیاهو سره په بیت‌المقدس کې او له عباس سره په بیت‌الحم کې ولیدل.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیه په منځني ختیځ کې د دایمي سولې لپاره تر خېلې وسې پورې هر راز هڅو ته چمتو ده.

د اسرائیل صدراعظم د مخدره موادو د اړوندو تورونو په خاطر په مسکو کې د نیول شوې اسرائیلۍ-امریکايي وګړې نعمه یساکر «Naama Issachar» د خوشې کولو له کبله هم له ولسمشر پوتین څخه مننه وکړه.

(ښی-کین) د اسرائیل صدراعظم، مېرمن‌یې او خوشې شوې نعمه یساکر.
(ښی-کین) د اسرائیل صدراعظم، مېرمن‌یې او خوشې شوې نعمه یساکر.

پوتین مېرمن ایسار ته چې په اپرېل میاشت کې د مسکو په هوايي ډګر کې نیول شوې او په اکټوبر کې په اووه نیم کاله بند محکومه شوې وه، د چهارشنبې په ورځ عفو وکړه.

XS
SM
MD
LG