د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

بهرنیو چارو وزارت کې وروستی بدلون د مدیریتي تشې ډکول وبلل شول


هارون چخانسوری د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان پر بنسټ د ادریس زمان پر ځای د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او سرپرست وټاکل شو.
هارون چخانسوری د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان پر بنسټ د ادریس زمان پر ځای د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او سرپرست وټاکل شو.

د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون په بهرنیو چارو وزارت کې وروستی بدلون د سیاسي تشې ډکول نه بلکې د مدیریتي تشې ډکول بولي.

په بهرنیو چارو وزارت کې د نویو بدلونونو په دوام تازه ولسمشر غني هارون چخانسوري د دې وزارت د سیاسي مرستیال او سرپرست په توګه ټاکلی دی.

خود ښاغلي چخانسوري ګومارنه په کور دننه په ټولنیزو رسنیو کې له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول د فیسبوک او ټویټر زیات شمېر کارکونکي فکر کوي چې ښاغلی چخانسوري ته د یو کلیدي وزارت واګې سپارل پر ځای پرېکړه نه ده خو د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون په دې اړه قضاوت کول له وخته مخکې ګني.

د دې کمېسیون رئیس انجینر هلمند هلمند د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل دا ګومارنه د سیاسي تشې د ډکولو په هدف شوې ده نه د مدیریتي تشې.

هغه زیاته کړه: "یو شمير ګومارنې په سیاسي لحاظ کیږي یانې له مدیریته ډېره سیاسي تشه ډکوي، پخواني سرپرست وزیر ادریس زمان له تېرو څو میاشتو راهیسي ښه مدیریت درلود او په دې وزارت کې يې د اصلاحاتو لپاره زمینه برابره کړې وه، دا چې اوس هغه لیرې شو او چخانسوري سرپرست وزیر وټاکل شو نو له ده هم هیله ده چې دغه اصلاحات روان وساتي."

څو ورځې وړاندې، پخواني سرپرست ادریس زمان ویلي و، په تېرو څو کلونو کې په دې وزارت کې سیاسي او سلیقوي ګومارنې شوي چې ستونزې يې زېږولي دي.

د دې وزارت چارواکو ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به په دې اداره کې ګومارنې رڼې او په څو پړاوونو کې ترسره کیږي.

ښاغلي چخانسوري په عامه ادارې کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې کړي او د ولسمشر د دفتر د رئیس او دغه شان د ویاند په توګه يې دندې ترسره کړي دي.

نوموړی تېره ورځ ناوخته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان پر بنسټ د ادریس زمان پر ځای د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او سرپرست وټاکل شو.

د وزارت د کارکونکو لپاره د وړتیا معیار، د افغانستان پېژندنې، سیاسي پوهې او نړیوال اقتصاد ترڅنګ په نړیوالو ژبو د پوهې د ازموینې پلی کول دي چې د اعلامیې پر بنسټ یې باید نوی سرپرست وزیر او سیاسي مرستیال عملي کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تېره ورځ د یو شمېر سفارتونو لپاره نوي سفیران او ډیپلوماتان هم وګومارل چې د اجراییه ریاست د مخالفت سره مخ شول.

اجراییه ریاست که څه هم د ښاغلي چخانسوري د ګومارنې په اړه څه نه وايي خو تېره ورځ اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډه کې نوې ګمارنې د ارګ ذوق وباله او تر خوا یې خبرداری ورکړ چې دغه یو اړخیزه کارونه به افغانستان سیاسي بې‌ثباتۍ ته بوځي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله
اجراییه رییس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلان پورې د ملي یووالي حکومت دوام کوي او هغه هوکړه‌ لیک‌ هم باید په پام کې ونیول شي چې له‌‌ مخې یې دا حکومت جوړ شوی دی.

په همدې حال کې په هندوستان پخوانی افغان سفیر شیدا محمد ابدالي په اداراتو کې ادلون بدلون د حکومت یوه برخه ګڼي او وايي ولسمشر صلاحیت لري چې خپل مامورین تغیر او تبدیل کړي.

په هندوستان پخوانی افغان سفیر شیدا محمد ابدالي
په هندوستان پخوانی افغان سفیر شیدا محمد ابدالي

هغه زیاته کړه: "ولسمشر دا صلاحیت لري چې خپل حکومت تشکیل کړي البته له نورو متحدینو سره په مشوره ځکه د حکومت د بهرنیو او کورنیو پالیسو پلی کول په ولسمشر پورې اړه لري، نو زه هیله لرم چې داسې شخصیتونه په ادارو او وزارتونو کې وګومارل شي چې معیارونه یې پوره کړي وي او هیواد له اوسني بحرانه وباسي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي معین خوشحال سعادت هم له دندې ګوښه او پر ځای یې جنرال عبدالصبور قانع وګماره.

دغه بدلون هم په تولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

XS
SM
MD
LG