د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني استعفا وکړه


له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ښاغلي رباني اړیکې له ډېرې مودې راهیسې ترینګلې وې.
له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ښاغلي رباني اړیکې له ډېرې مودې راهیسې ترینګلې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپل استعفا لیک کې ویلي چې په "ملي یووالي حکومت کې کاري فضا مطلوبه نه ده."

ښاغلي رباني د استعفا متن پر خپلې فیسبوک پاڼې خپور کړی دی.

نوموړي ولسمشر محمد اشرف غني ته په خطاب کې ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې "د موازي جوړښتونو رامنځته کېدو او د هغو بنسټونو د څنګ ته کېدو شاهد و" چې دده په خبره، په ټولې نړۍ کې "د نظامونو ستنې" پېژندل کېږي.

هغه له کوم مشخص چا یادونه نه ده کړې، خو زیاته کړې یې ده چې "د دولت له جوړښتونو سره د یوې شخصي انجیو په توګه سلیقوي چلند کېده او په اګاهانه ډول یا ناپوهۍ سره د دولت کلیت تخریبېده."

ښاغلي رباني په خپل استعفا لیک کې نیوکه کړې چې "د اصلاحاتو د شعار تر سیوري لاندې، داسې مغرض چلند کېده چې په ټولنه کې د تبعیض او تعصب دودوونکی او بنسټیز کوونکی دی او د ټولنې د یووالي بنیادونو ته په کلکه زیان رسوي."

هغه د خپل کار دوام مناسب نه دی بللی او ویلي یې دي چې له بهرنیو چارو وزارت نه تر استعفا وروسته به خپل فعالیتونه له سیاسي لارو تعقیب کړي.

ښاغلی رباني د جمعیت اسلامي ګوند رئیس هم دی او د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا د بهرنیو چارو وزیر په توګه معرفي شوی و.

له ولسمشر اشرف غني سره د ښاغلي رباني اړیکې له ډېرې مودې راهیسې ترینګلې وې او دوه اونۍ وړاندې د ولسمشر لخوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ګوښه کولو سره د هغوی اړیکې لا ترینګلې شوې.

XS
SM
MD
LG