د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

د ارګ له لوري د نویو ډیپلوماتانو ګمارنه د سپېدار له مخالفت سره مخ شوې


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.

په بهرنیو چارو وزارت کې نوې ګمارنې او په حکومت کې دننه‌یې په اړه اختلافات!

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تازه د یو شمېر سفارتونو لپاره نوي سفیران او ډیپلوماتان ګمارلي، خو دا ګمارنې د اجرائیه ریاست له مخالفت سره مخ شوي.

د هغه نوم‌لړ له مخې چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر ازادي راډیو ته تأیید کړی؛

  • د ملي امنیت شورا پخوانی مرستیال سلیمان کاکړ د هند په حیدر اباد ښار کې د جنرال قونسل
  • د هرات پخوانی والي محمد اصف رحیمي په هالنډ کې د افغانستان سفیر
  • مختار الله مختار چې د ولسمشر غني سکرټر و، په کاناډا کې مستشار وزیر
  • مسعود عزیزي چې له دې وړاندې د کورنیو چارو د پالېسۍ معین پاتې شوی، په دبۍ کې جنرال قونسل
  • او همایون عزیزي چې له دې وړاندې په هالنډ کې د افغانستان سفیر و، په فرانسه کې د سفیر

په توګه ګمارل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

که څه هم؛

  • عبدالهادي نجرابي په امریکا کې د افغانستان د سفیر مرستیال
  • صفت رحیمي د المان په مونشن کې د جنرال قونسل
  • ظاهر اغبر په تاجکستان کې د افغانستان سفیر
  • او سهیل هدایت ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مستشار

په توګه دنده پیل کړې، خو د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې څلورو کسانو په اړه وايي، دا ګمارنې نوې نه‌دي.

د افغانستان په بهرنیو سیاسي استازولیو کې دا بدلونونه داسې مهال راځي چې د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په دې اداره کې د اصلاحاتو په نوم لړۍ پیل شوې ده.

خو د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست له دې ګمارنو خوښ نه‌دی او ورسره مخالفت ښيي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون د وزیرانو شورا غونډه کې نوې ګمارنې د ارګ ذوق وباله او تر خوا یې خبرداری ورکړ چې دا شان یو اړخیزه کارونه به افغانستان سیاسي بې‌ثباتۍ ته بوځي.

ښاغلي عبدالله وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلان پورې د ملي یووالي حکومت دوام کوي او هغه هوکړه‌لیک‌یې هم باید په پام کې ونیول شي چې له‌‌ مخې یې دا حکومت جوړ شوی دی.

د اجرائیه رياست مرستیال ویاند امېد میثم
د اجرائیه رياست مرستیال ویاند امېد میثم

د اجرائیه رياست مرستیال ویاند امېد میثم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۱» د دغو تازه ګمارنو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو ګمارنو په اړه له موږ سره مشوره نه‌ده شوې، که د ملي یووالي حکومت دننه دا ډول خپل‌سري کارونه دوام وکړي، د افغانستان سیاسي ثبات به له خطر سره مخ کړي."

خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د اجرائیه ریاست په ځواب کې وايي، قانون ولسمشر ته د دولتي مأمورینو د ګمارنې او ګوښه کولو صلاحیت ورکړی.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر به د خپل واک تر ختمه پورې له دې حق څخه برخه‌من وي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال

هغه زیاته کړه: "ولسمشر د اساسي قانون له مخې، د مأمورینو د نصب او عزل صلاحیت لري، دا صلاحیت به تر هغه د ولسمشر سره خوندي وي او ترې به ګټه اخلي، تر کله چې نوی ولسمشر واک ته رسېږي او لوړه کوي."

له دې وړاندې هم د ولسمشر له‌خوا د یو شمېر چارواکو د ګمارنې او یا هم ګوښه کولو سره اجرائیه ریاست ورته مخالفت ښودلی و.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي معین خوشحال سعادت له دندې ګوښه او پر ځای یې جنرال عبدالصبور قانع وګماره.

دغه بدلون په تولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

په یو تازه اقدام کې بیا ولسمشر غني، خان محمد تکل د اوبو او برښنا وزارت د سرپرست په توګه ګمارلی دی.

XS
SM
MD
LG