د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

د افغانستان حکومت بهر کې د خپلو ډیپلوماتانو شمېر راکموي


د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان وویل، د چمتو شویو اصلاحاتو او بدلون بسته یې د منظورۍ لپاره ارګ ته سپارلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان وویل، د چمتو شویو اصلاحاتو او بدلون بسته یې د منظورۍ لپاره ارګ ته سپارلې ده.

افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پلان لري په بهر کې د خپلو ډیپلوماتانو شمېر راکم کړي او خپل ځینې کارکوونکي تقاعد کړي.

ددغه وزارت سرپرست ادریس زمان نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په دې اړه يې د چمتو شویو اصلاحاتو او بدلون بسته د منظورۍ لپاره ارګ ته سپارلې ده.

ښاغلي زمان په بهر کې د افغانستان د دیپلوماتیکو نمایندګو د کارونو ښه کېدو له پاره د بهرنیو چارو وزارت په اداري تشکیلاتو کې د قونسلي معینیت د رامنځته کېدو خبره وکړه.

"د سلو بهرنیو بستونو تنقیص په نظر کې لرو، دغه شان ۸۷ بستونه په داخل کې تقاعد کیږي، د دې ترڅنګ د څلورو ریاستو او دوه معنیتونو ادغام مو وړاندیز کړی دی او همدارنګه قونسلي معینیت به رامنځته کوو."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر ویلي وو د بهرنیو چارو وزارت باید یوازې دیپلوماتیکه دستګاه نه بلکې اقتصادي لید لوری هم ولري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، پلان شوي اصلاحات به په راتلونکو دوو کلونو کې پلي شي.

د ښاغلي زمان په وینا په دې اصلاحاتو سره به شاوخوا یو میلیارد افغانۍ سپما رامنځته شي چې د ولسمشر په سپارښتنه به دغه پیسې د ډیپلوماتانو د ظرفیت لوړونې او دغه وزارت ته د ملکیتونو په رانیولو ولګول شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه شان وویل، د دغه اصلاحاتي بستې پر بنسټ يې د نویو ګومارنو په برخه کې د بهرنیو چارو د وزیر، سیاسیونو او معینانو رول صفر ته راښکته کړی دی.

دا مهال د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ۱۱۰۰ ډیپلوماتان لري، خو د دغه وزارت سرپرست وايي چې دغه شمېر به راکم او د پوهې او وړتیا له مخې به د کار وړ کسان په دندو وګومارل شي.

دی وايي د نویو ډیپلوماتانو او کارکونکو د ګومارنو لپاره يې ډېر پېچلی بهیر رامنځته کړی چې څو مرحلې لري او د لا ډېر شفافیت په هدف به د اداري اصلاحاتو کمېسیون او د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون هم د ازموینې په پروسه کې شامل وي.

د نوموړي په وینا د درېمې ژبې زده کړه او د سیمې او نړۍ په سیاست د پوهېدلو وړتیا هغه څه دي چې د یو ډیپلومات لپاره لازمي ګرځول شوي دي.

څو میاشتې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ځینې ډیپلوماتان له دندو لېرې کړل چې په کور دننه يې د یو شمېر کسانو غبرګونونه راوپارول او دا يې د اصلاحاتو په نوم سیاسي کړنې وبللې.

خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه تورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG