د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ګوښه شوی ویاند کار ته دوام ورکوي


د بهرنیو چارو وزارت ګوښه کړل شوی ویاند صبغت احمدي
د بهرنیو چارو وزارت ګوښه کړل شوی ویاند صبغت احمدي

د بهرنیو چارو وزارت ګوښه کړل شوی ویاند صبغت احمدي وايي چې دی به په عادي ډول خپل کار ته دوام ورکړي.

جمهوري ریاست د یکشنبې په ورځ وویل، صبغت احمدي پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د خپلو غیر مسؤلانه څرګندونو وروسته له دندې ګوښه کړای شوی دی.

خو له دې پرېکړې لږ وروسته د ملي یووالي حکومت اجرائیه رياست په یوه خبرپاڼه کې وویل، ښاغلي احمدي د سولې په اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر څرګند کړی او "د هغه ګوښه کول د انتخاباتو اړوند یو عمل دی، نو له همدې کبله د انتخاباتو د پایلو تر څرګندېدو پورې به هغه خپلې دندې ته دوام ورکړي."

د دوشنبې په ورځ جمهوري ریاست بیا ځلي وویل چې اوس دې پوسټ ته د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ادریس زمان له‌خوا نوی شخص وړاندیز او جمهور رئیس منظور کړی او ښاغلی احمدي نور نه‌شي کولای چې دندې ته دوام ورکړي.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني له هېواده بهر دی او ښاغلی زمان د دغه وزارت سرپرستي کوي.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه له دندې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لیرې کېدل له انتخاباتي مسایلو سره هېڅ اړیکه نه‌لري: "د بهرنیو چارو وزارت د وړاندیز له منظورېدو وروسته ښاغلی صبغت الله احمدي نور نه شي کولی چې د دې وزارت د سرپرست ویاند په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي، د بهرني سیاست په اړه د نظر څرګندولو په برخه کې دا د منلو نه ده چې د جمهوري ریاست نظر دې یوشان، خو د بهرنیو چارو وزارت نظر بیا مستقل وي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د ځینو چارواکو د ګمارنې او ګوښه کولو په سر ناندرې راپورته شوې دي.

راپور: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG