د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

خلک: خپل ناروغان په کټونو تر روغتونه رسوو


ارشیف
ارشیف

د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، تر دوه کیلومتره پورې خپل ناروغان پر کټونو روغتون ته رسوي.

دوی وايي، دغه ډول وضیعت په هغو یو شمېر ولسوالیو کې دی چې لارې یې د واورې له کبله بندې دي او خلک اړ دي چې خپل ناروغان په کټونو کې اویا هم په ځولۍ کې پر پښو تر دوه کیلو متره مزل وروسته لومړی تر موټره او بیا تر روغتونه ورسوي.

دوي زیاتوي، ډیری وخت که خلک مرسته ونه کړي نو ناروغان خپل ژوند له لاس ورکوي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی سئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیم لېنک




--

XS
SM
MD
LG