د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

د سره صلیب د فعالیتونو د ودرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت اندېښنه!


ارشیف، په افغانستان کې د سره صلیب د خیریه موسسې د موټرو یو انځور
ارشیف، په افغانستان کې د سره صلیب د خیریه موسسې د موټرو یو انځور

په افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو له ودرېدو سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښنه ښيي او وايي چې په جنګ کې ښکېل اړخونه باید د خیریه موسسو د فعالیتونو مخه ونه نیسي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سره صلیب پر کمېټې د طالبانو له ګواښ وروسته اندېښنه ښيي او وايي، په جنګ کې ښکېل اړخونه باید د خیریه موسسو د فعالیتونو خنډ نه شي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډیو ته وویل، سره صلیب د افغانستان د عامې روغتیا همکاره موسسه ده او که فعالیتونه یې وځنډېږي، د ملکی کسانو درملنه به ستونزه منه شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لوحه
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لوحه

ده وویل:

"د عامې روغتیا وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی، موږ روغتیايي خدمات د هېواد په هرځای کې له هر ډول تعصب پرته وړاندې کوو، هر تصمیم چې د روغتیايي خدماتو په برخه کې ستونزه رامنځته کړي، یوازې دغه وزارت ته نه، بلکې د ټولو افغانانو د اندېښنې وړ ده."

ښاغلي مایار په جنګ کې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې په هېواد کې د خیریه موسسو او په تېره د سره صلیب د کمېټې د فعالیتونو مخه ونه نیسي.

د سره صلیب کمېټه له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنګ د ټپیانو درملنه کوي او خوندي ځایونو ته یې لېږدوي.

خو په دې وروستیو کې دغې کمېټې ویلي چې د طالبانو له ګواښ وروسته نه شي کولی چې خپلو فعالتیونو ته دوام ورکړي.

دغه کمېټه سره له دې چې د خپلو فعالیتونو له ودرېدو خوښه نه ده، خو هیله ښيي چې د رامنځته شوې ستونزې حل ته دې ژر تر ژره د حل یوه لاره وموندل شي.

د یادې کمېټې د عامه اړیکو مسؤل رابین ازادي راډیو ته وویل:

"موږ سخت اندېښمن یوو، خو تر بیان مخکې هم موږ بشري وضعیت ته خورا اندېښمن وو، ځکه چې په زرګونو کسان شخړو اغېزمن کړي او هغه مرستې چې دوی اړتیا ورته لرله، هغه یې نه دي ترلاسه کړي، په ګڼ مېشتو سیمو کې ښایي د عملیاتو پرمهال څوک ټپي شي، برید پرې وشي، د کورنیو غړي سره بیل شي، نو موږ ډېر زیات اندېښن یوو او له دې سره وضعیت نور هم خرابېږي."

د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې سره صلیب او داسې نورو همکارو موسسو ته امنیتي شرایط برابر کړي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي

"امنیتي ځواکونه باید د سره صلیت او نورو ټولو خیریه مراجعو سره ولاړ وي، کومې مراجعې چې خدمات رسوي، موږ ورته امنیتي تدابیر لرو، خو سور صلیت کله کله لېرې پرتو سیمو ته هم ورځي، که ضرورت شي، دوی حاضر دي چې هلته یې هم امنیت ونیسي."

په افغانستان کې یوازې د سره صلیت کمېټه نه ده چې د جنګ له امله له ستونزو مخ ده، بلکې داسې نورې خیریه موسسې هم شته چې د جنګونو له امله نه شي کولی چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG