د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

د میدان وردګ- بامیان پر لویه لار د ناامنیو له کبله انتقادونه


په ولسي جرګه کې د افغانستان د مرکزي ولایتونو استازي وايي، که حکومت د میدان وردګ او بامیانو ترمنځ د لارې امنیت خوندي نه کړي، د دغو ولایتونو اوسېدونکي به په ولسمشریزو انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

دوی خبرداری ورکوي چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي، دوی به پخپله د کابل – کندهار لویه لاره وتړي.

د بامیان، دایکنډې او غور ولایتونو لسګونه اوسېدونکي په کابل کې راټول شوي او د میدان وردګ او بامیان ترمنځ د لارې په ناوړه امنیتي وضعیت انتقاد کوي.

د دوی په خبره، اوسمهال د مرکزي سیمو څو کسان د دولت له وسله والو مخالفینو سره اسیر دي او حکومت باید د دوی خوشې کېدو ته اقدام وکړي.

دوی د ناستې په پرېکړه لیک کې وویل، که غوښتنو ته یې ځواب ونه ویل شي، دوی به په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي، د کابل – کندهار لاره به وتړي او دغو سیمو ته به د حکومت د لوړپوړو چارواکو د ورتګ مخه هم ونیسي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګ او بامیانو د ولایتونو استازو مهدي راسخ او فکوري بهشتي وویل:

"تېرو او اوسني حکومتونو په اتلسو کلونو کې د دغو ولایتونو د ۲۰ کیلومترو لارې امنیت هم تامین نه شو کړای، په همدغه شل کیلومتره لاره کې لسګونه کسان شهیدان شول."

"طالبانو پر ملکي کسانو ډزې وکړې، په یوه موټر کې درې کسان شهیدان شول، یو کس چې هویت یې مشخص نه و، له موټره ښکته او سر یې ترې پرې کړ، په تېرو دوو کلونو کې داسې ډېرې پېښې شوي، پر دغه لاره ملکي تلفات ډېر دي."

د جلریز د ولسوالۍ لاره چې د میدان وردګ ولایت له بامیانو سره نښلوي، له تېرو څو کلونو راهیسې ناامنه ده.

طالبان ډېر ځله د دغې لارې د ناامنه کولو هڅې کوي او د مرکزي سیمو د اوسېدونکو په خبره، حکومت تراوسه پر دغه لار عملیات نه دي کړي.

په وروستیو ورځو کې وسله والو مخالفینو پرهمدغه لار د غور ولایت د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون سیمه ییز رئیس عبدالصمد امیري له موټره کوز او په ډزو وواژه چې د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې پرغاړه وانه خیست.

د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنسټي انټرنېشنل هم د افغانستان په غور ولایت کې د بشري حقونو د دغه مشر وژنه جنګي جنایت بللې وه.

د بخښنې د نړیوالې ادارې په اعلامیه کې د امیري وژل کېدو ته په اشاره سره ویل شوي وو: دا بې رحمانه وژنه یو جنګي جنایت دی، حتی سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې د سولې لپاره هلې ځلې کوي، دوی په خورا بې رحمانه ډول د خلکو وژلو ته دوام ورکوي.

امنسټي انټرنېشنل وايي، دا پېښه د دې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو دفاع کوونکي له لویو خطرونو سره مخامخ دي.

د افغانستان دفاع وزارت مني چې طالبان په ځینو حالاتو کې د جلرېز پر لاره حملې کوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به په دې اړه اقدام وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان

ده وویل: څو شپې مخکې طالبانو په دغه لار مسافرین وځورول، خو په غبرګون کې یې موږ د طالبانو څو کسان ووژل، ځیني یې وتښتېدل، هر کله چې طالبان په دغه سیمه کې خوځښت وکړي، موږ یې دواره پروړاندې اقدام کوو، ډېر ژر به د دغې ستونزې هوارولو ته رسېدنه وشي.

د ښاغلي امان په خبره، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې به په میدان وردګ او په تېره د جلریز په ولسوالۍ کې پراخ پوځي عملیات ترسره شي.

خو د مرکزي ولایتونو یو شمېر وکیلان او اوسېدونکي وايي، حکومت پخوا تر دې هم دا شان ژمنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG