د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

"حکومت د واورې او باران په نتیجه کې رامنځته کېدونکو احتمالي پېښو ته چمتووالی لري"


له دوو ورځو راهیسي د پلازمینې کابل په ګډون په لسو ولایتونو کې د واورې او باران اورښت دوام لري.
له دوو ورځو راهیسي د پلازمینې کابل په ګډون په لسو ولایتونو کې د واورې او باران اورښت دوام لري.

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د واورې او بارانونو له امله د احتمالي پېښو لپاره د ژمني پلان جوړېدو خبره کوي.

ددغه وزارت چارواکي وايي، له دوو ورځو راهیسي د پلازمینې کابل په ګډون په لسو ولایتونو کې د واورې اورښت دوام لري.

د دې ادارې ویاند احمد تمیم عظیمي آزادي راډیو ته وویل، د واورې اورښت په ځینو ولایتونو کې لارې بندې کړې دي.

"په لوګر، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، کابل، بامیان او دایکندي ولایتونو کې اورښت ډیر دی او په ځینو کې یې د تګ راتګ لاري هم بندې کړي وې. د بیلګي په ډول د سالنګونو لار چې تړل شوې وه، خو له نیکه مرغه د سالنګونو د ساتني او مراقبت ادارې سره په همغږۍ وتوانیدلو دا لاره خلاصه کړو. په دې دوو ورځو کې مو ځاني زیان نه درلود. د قناق او شیبر کوتلونه د دوو ساعتونو لپاره بند شول، خو زموږ ولایتي همکارانو د ترانسپورت ریاست سره په همغږۍ دا لارې هم پرانستلې."

ښاغلي عظیمې زیاته کړه چې احتمال لري دا اورښتونه جنوبي، جنوب لویدیځو، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته هم وغځیږي.

په دې وروستیو کې د کابل د هوا ککړوالی ډېر شوی وو او خلک یې له تنفسي ناروغیو سره مخامخ کړي وو.

که څه هم د کابل اوسېدونکي د سږکال لومړنۍ واورې اورښت ته خوښ دي، خو بل خوا دا اورښتونه د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د خلکو ژوند له سختیو سره مخامخ کوي.

د طبیعي پیښو په چارو کې د دولت وزارت ویاند بیا وایې چې د لارو د خلاصیدو لپاره تدابیر نیول شوي او دا د ژمني پلان یوه برخه ده.

ښاغلي عظیمي وویل په هیواد کې ۶۹ زره بیځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي موادو د ویشلو بهیر دوام لري.

په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال طلب الدین قادري په دې ولایت کې مستحقو کسانو ته د مرستو د رسولو له بهیره راضي نه دی.

نوموړي تیرماښام آزادي راډیو ته وویل :

"په بدخشان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په تودو فصلونو کې هغو ولسوالیو ته مواد نه رسوي چې په ژمې کې یې لاري بندیږي. له والي او د کلیو د پراختیا له رییس سره شغنان ولسوالۍ ته تللی وم او دا زما د سترګو لیدلی حال دی چې هلته ۹۰ کورنۍ وې چې له ښیوې څخه راکډه شوې وې. له هغوی سره د موادو د وېشلو ژمنه وشوه، خو کله چې فیض آباد ته ورسیدلو ونه توانیدل چې دا مواد ورولیږي ځکه لارې بندې دي او د وردوج له لارې یې طالبان مخه نیسي. کارونه ځنډني دي، خو هیله لرو، دولت پام وکړي."

د بدخشان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي هرکال د اړو او زیان منونکو کورنیو ته د مرستي رسولو د پلانونو او اقداماتو خبره کوي، خو لا هم د دې پلانونو او اقداماتو پر نه عملي کېدو ډېر انتقادونه کیږي.

XS
SM
MD
LG