د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

سرور دانش: رښتيني او مسلکي ډاکتران باید له غیر حرفوي ډاکترانو جلا شي


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، رښتيني او مسلکي ډاکتران باید له غیر حرفوي ډاکترانو جلا شي.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا دنده لري چې په هېواد کې روغتیایي چارې معیاري او روغتیایي خدمات لوړ کړي، خو ویل کېږي چې لاهم په دې برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷» په کابل کې د طبي شورا یوې ناستې ته په وینا کې ټينګار وکړ چې دغه شورا باید رښتيني او مسلکي ډاکتران له غیر حرفوي ډاکترانو جلا کړي.

سرور دانش

ښاغلي دانش وویل:

"اجازه مه‌ورکوئ چې د ډاکتر له نومه ناوړه ګټه واخيستل شي، یو شمېر کسان شته چې د ډاکتر له نومه یوازې د پېسو ترلاسه کولو لپاره کار اخلي، باید رښتيني او مسلکي ډاکتران له جعلي او غیر حرفوي ډاکترانو جلا شي، دا هغه مهال امکان لري چې د ثبت پروسه د طبي شورا له لوري بشپړه او یوازې په شرایطو برابرو کسانو ته د جواز اجازه ورکړل شي او له کاره‌یې هم څارنه وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یادې شورا د پرانيستې پر مهال ویلي وو چې ځیني درملتونونه او ډاکتران د بې‌کیفیته درملو په تړونونو کې شریک دي چې دا بهیر نور د منلو نه‌دی او باید پای ته ورسېږي.

ولسمشر غني دغه‌شان ویلي وو چې درملتونونه باید خلکو ته باکیفیته درمل وړاندې کړي او د درملو سیستم باید داسې تنظیم شي چې د خلکو باور راخپل او هېوادوال باکیفیته درملو ته لاسرسی ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان د طبي عالي شورا رئیسې ډاکتر نسرین اوریاخېل د دوشنبې په ورځ یادې غونډې ته وویل چې د دغې شورا له جوړېدو راهیسې تر دې دمه یو شمېر د پام وړ کارونه ترسره شوي او هڅې روانې دي چې خپلو فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړي.

نسرین اوریاخېل

اغلې اوریاخېل زیاته کړه:

"د افغانستان طبي شورا توانېدلې چې ښې لاسته راوړنې ولري، د افغانستان د طبي شورا قانون د جمهوري ریاست له‌خوا توشېح کېدل او د دغې شورا له لوري په مرکز او ولایتونو کې له دوو زرو د ډېرو ډاکترانو ثبت او راجستر کېدل د دغې شورا له مهمو لاسته راوړنو دي."

د افغانستان طبي شورا د ۱۳۹۶ کال د میزان په ۱۱مه پرانيستل شوه او یاده شورا دنده لري چې د ډاکترانو د مسلکي پوهې د کچې ښه‌والي او د روغتیایي خدمتونو د لوړولو له لارې د ناروغانو خوندیتوب تأمین کړي.

همدارنګه د طبي ډاکترانو ثبت او د جواز ورکړه، د طبابت د اخلاقو ترویج او عدلي او قضایي ارګانونو ته له مراجعې دمخه مسلکي طبي سرغړونو او شکایتونو ته رسېدنه، د طبي روزنیزو معیارونو د ښه‌والي او پیاوړتیا له لارې د ډاکترانو د مسلکي وړتیا لوړول د یادې شورا اهداف بلل کېږي.

خو یو شمېر ډاکتران له دې ډلې ډاکتر پرویز اقبال پر دغې شورا انتقاد کوي او وايي چې که څه هم د دغې شورا له جوړېدو نږدې دوه کاله تېرېږي، خو د پام وړ کارونه‌یې نه‌دي ترسره کړي.

د ده په وینا، اوس هم د غیر معیاري روغتیايي خدمتونو له وجې زرګونه افغانان په زياتو لګښتونو سره نورو هېوادونو لکه پاکستان، ايران، هند او ترکيې ته د درملنې لپاره ځي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG