د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

تر سبا (دوشنبې) په ټولو ولایتونو کې د ثبت شویو شکایتونو په اړه پرېکړه کېږي


د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر سبا (دوشنبې) به په ټولو ولایتونو کې د ثبت شویو شکایتونو په اړه پرېکړه وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۲۸ ولایتونو کې خپل کار پای ته رسولی خو په پاتې ۶ هغو کې د شکایتونو په اړه د پرېکړو بهیر به تر سبا بشپړ شي.

دا کمېسیون وايي، تر سبا یعنې د دوشنبې ورځې تر پایه به په ټولو ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو په اړه پرېکړې وشي.

د دې کمېسیون یو کمېشنر سید قطب الدین رویدار که څه هم په دې ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه جزییات نه ورکوي، خو زیاتوي، تر اوسه نږدې ۳ زره محلونه بیا شمېرنې ته تللي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی سید قطب الدین رویدار
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی سید قطب الدین رویدار

هغه زیاته کړه: "د دې پرېکړو تفصیلات د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرکز ته را استول کېږي، له هغې وروسته به یې مونږ د یوه لېست په شکل د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارو، څو هغوی د دې بیا شمېرنې پلان جوړ او ولایتونو ته هدایت ورکړي چې بیا شمېرنه وشي، له هغې وروسته به یې مونږ پایله له خلکو سره شریکه کړوو."

ننګرهار، کابل، کندهار، خوست، پکتیا او هلمند هغه ولایتونه دي چې لا یې د شکایتونو په اړه پرېکړه نه ده شوې خو ښاغلی رویدار وايي، بې له شکه چې په دې ولایتونو کې به هم یو شمېر محلونه له سره وشمېرل شي.

د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په ولایتونو کې د شکایتونو د څېړنې او په اړه یې د پرېکړې کولو لپاره ټاکل شوی ۱۵ ورځنی وخت سبا دوشنبه پای ته رسېږي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له قوله، په قانون کې یوازې د شکایتونو په اړه د پرېکړې برخې یادونه شوې، خو د پرېکړو د عملي کولو په اړه بحث جلا خبره ده.

بل‌خوا بیا پر ټاکنو د څار بنسټونه د ولسمشرۍ د ټاکنو بهیر له اوږدېدو اندېښنه ښيي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس محمد نعیم‌ ایوب‌زاده
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس محمد نعیم‌ ایوب‌زاده

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس محمد نعیم‌ ایوب‌زاده وویل: "د دې لپاره هڅه کېږي چې دا بهیر څو فصله اوږد شي او مونږ و نه شو کولای ژر یوې پایلې ته ورسېږو، دا موضوع له یوې سیاسې منشا سرچینه اخلي. "

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي وه چې د شنبې په ورځ به د بیا شمېرنې بهیر پیل کړي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په دې اړه له دوی سره عملیاتي پلان نه دی شریک شوی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اوس وايي، دوی د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د بیا شمېرنې بهیر د پیل په اړه د چمتووالي خبر ورکړی، خو هغه مهال چې په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو په اړه پرېکړه وشي، خپل عملیاتي پلان به د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دې کمېسیون منشي ویلي و، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکل شویو ولایتونو د محلونو رایې په خپل وخت و نه شمېري، دا پروسه به لا زیات وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG