د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۱

د ۱۳۹۸ کال انتخابات

شلو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه نن پیل نه شوه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په شلو ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرني د بهیر پيل، وځنډول شو.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون تېره اونۍ وویل چې دا بهیر به نن شنبه د جنورۍ ۱۱مه پیل کېږي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې دوی د هغو مرکزونو په اړه چې د رأیو د بیاشمېرلو لپاره په نښه شوي، وضاحت غوښتی او کله چې معلومات ورته وسپارل شي، دا بهیر پيلوي.

ښاغلي ابراهیمي وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسون په عمومي ډول متعهد دی چې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو پروسې ته د پای ټکی کېږدي او د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې همکاري وکړي."

د افغانستان د جمهوري ریاسټ ټاکنې د میزان په ۶مه نېټه ترسره شوې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شکایتونو ته د رسېدنې پړاو پیل کړ

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي نن سه شنبه په رسمي ډول د استېناف غوښتنې شکایتونو ته د رسېدنې پړاو پیل شو.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د استېناف غوښتنې لپاره د شکایتونو د ثبت پړاو تېره ورځ بشپړ شوی او په دغه مرحله کې ۶۲۹۲ شکایتونه ثبت شوي دي.

د دغه کمېسیون رئیسې زهره بیان شینوارې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۱» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نن په رسمي توګه شکایتونو ته د رسېدنې پړاو پیل شو چې دا بهیر به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

شینوارې زیاته کړه: "د شکایتونو د ثبت له مرحلې وروسته د شکایتونو کمېسیون په مرکزي دفتر کې شکایتونو ته د رسېدنې د طرزالعمل له مخې چې په هغه کې تصنیف، څېړنه، تحلیل، تدقیق، ابلاغ او تطبیق پړاوونه شامل دي زموږ د تخنیکي ټیم له لوري یې کار پیل شوی چې اوس د پروسس په حال کې دي."

د ټانیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په پروان، میدان وردګو، تخار او جوزجان ولایتونو کې د استېناف غوښتنې لپاره هېڅ شکایت نه‌دی ثبت شوی.

د دغه کمېسیون چارواکي زیاتوي چې ډېری ثبت شوي شکایتونه په ترتیب د "ثبات او هم‌پالنې"، د "دولت جوړوونکي" او د "سولې او اسلامي عدالت" ټاکنیزو ټیمونو له لوري ثبت شوي.

د شکایتونو کمېسیون له دې وړاندې په مرکز او ولایتونو کې شااوخوا ۱۶۵۰۰ زره ټاکنیز شکایتونه څېړلي و چې د پرېکړې له مخې یې ۴۷ محلونه باطل اعلان شوي او ۵۳۷۸ محلونه بیا شمېرنې ته تللي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وویل: "د شکایتونو مرکزي کمېسیون او د شکایاتو ولایتي دفترونه دې په دغه څېړنه کې سره همغږي شي او دوی دې په دې اړه یوه واحده پرېکړه وکړي، څو قضیه په متعادل ډول سره حل او فصل شي."

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان یا تلې میاشتې په شپږمه وشوې، خو تر اوسه‌یې یوازې لومړنۍ پایله اعلان شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له‌‌خوا د استېناف غوښتنې شکایتونو ته له رسېدنې او د پرېکړې تر اعلان وروسته به، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون پخوانیو کمېشنرانو محاکمه کابل کې پیل شوه

په افغانستان کې د انتخاباتي کمېسونونو مخکنیو ۹ غړو محاکمه نن د جنورۍ ۱۴مه، په کابل کې پیل شوه.

هغوی په افغانستان کې له اداري فساد او لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز کې د استیناف محکمې، محاکمه کول.

عبدالعزیز اریایي، عبدالبصیر فایز، حمیرا حقمل، ګلاجان عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، سید حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي تېرکال په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د ثبت د فورمو د بدلولو په تور محاکمه کېږي. لومړۍ محکمې پرهغوي د نهه کاله بند حکم کړی و.

خو مدافع وکیلانو پرهغوي لګېدلي تورونه سیاسي وبلل.

له دې امله د استیناف د محکمې مشرې، انیسه رسولي پرېکړه سبا ته وځنډوله.

نن د ولسمشرۍ انتخاباتو د شکایتونو ارزولو وروستۍ ورځ ده

نن دوشنبه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو د ارزولو وروستی ورځ ده.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم ویلي چې د ورځې تر پایه به په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د رسیدګۍ او پرېکړې پروسه بشپړه کړي.

د دغه کمېسیون یوه کمېشنر سیدقطب الدین رویدار ازادي راډیو ته وویل چې له ننګرهار، کابل، کندهار، خوست، پکتیا او هلمند پرته په ټولو ولایتونو کې ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي او پرېکړې شوې دي.

هغه وویل د ورځې تر پایه د همدغو شپږو ولایتونو په اړه هم پرېکړې کیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مخکې اعلان کړی و چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه ټاکنیزو ډلو له دوی سره څه باندې شپاړس زره شکایتونه ثبت کړي و.

له شلو ډېرو ولایتونو کې د رأی اچونې ۱۶۵۰ محلونو رأیې بیا شمېرل کېږي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي وایي چې له شلو ډېرو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۵۰ محلونو رأیې له سره شمېرل کیږي او ښایي د محلونو شمېر له دې هم زیات شي.

وړاندې ددغه کمېسیون یوه ویاند محمد رضا فیاض نن ازادي راډیو ته وویل چې دا هغه محلونه دي چې پکې بیومټریک دستګاوې ورکې شوي، یا ډېر شکایتونه شوي او یا هم په شمېرل شویو رأیو کې توپیر ډېر دی.

د ښاغلي فیاض په وینا تر راتلونکې دوشنبې پورې به چې د شکایتونو د څیړنې پروسه په سلو کې نژدې ۹۵ بشپړیږي، نورمحلونه هم ښایي د بیا شمېرلو لپاره په نښه شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند دغه راز زیاته کړه چې یوشمېرانتخاباتي ټیمونو له مخکې د استنیاف لپاره ورسره شکایتونه ثبت کړي دي.

شکایتونو کمېسیون: نن د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ ده

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی قطب الدین رویدار

نن د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ ده.

د شکایتونو لپاره درې ورځې وخت ټاکل شوی و.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یوه غړي قطب الدین رویدار ازادي راډیو ته ویلي چې ښايي د شکایتونو شمېر تر لسو زرو واوړي.

د هغه په خبره اکثر دا شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ثبت کړي.

ښاغلي رویدار وویل چې د شکایتونو تر ثبت وروسته به څېړنې پیلیږي او شکایتونو ته رسیدګي کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې یکشنبه اعلان شوې چې له مخې یې اشرف غني لومړی او عبدالله عبدالله په دویم مقام کې راغی.

عبدالله عبدالله او ځینو نورو کاندیدانو دا پایلې له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل چې د شکایتونو کمېسیون دې د دوی شکایتونو ته رسېدګي وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني له ټولو ټاکنیزو ډلو وغوښتل چې د اصولو په رعایت سره دې شکایتونه ثبت او قانونمند چلند وکړي.

د اشرف غني ډله وايي چې دوی هم شکایتونه ثبت کړي او ادعا کوي چې د رایو کچه به یې د شکایتونو له څېړلو وروسته لا پسې پورته لاړه شي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې په شفافیت او مسلکي توب د هر شکایت په اړه قضاوت وکړي.

پاکستان د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی کړی

ارشیف

د پاکستان حکومت د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړیو پایلو د اعلان هرکلی او همداشان په افغانستان کې د ډیموکراتیک بهیر د ملاتړ اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان وکړ.

ددغه پایلو له مخې اوسنی ولسمشر محمد اشرف د ۵۰،۶۴ رایو په ترلاسه کولو سره تر نورو ټولو کاندیدانو مخکې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ددغو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي: "پاکستان د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی او په دغه هېواد کې د ډیموکراتیک بهیر ملاتړ کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداشان د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر بشپړېدل د افغانستان او جنوبي اسیا د سیاسي ثبات لپاره یو مهم ګام بللی دی.

په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د سپتمبر په ۲۸مه نېټه وشوې خو لومړنۍ پایلې یې نږدې ۳ میاشتې وروسته اعلان شوې.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې ټاکنیز شکایتونه باید قانون سره سم وارزول شي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي، د انتخاباتي شکایتونو په خپلواکه، مسلکي او پر وخت څېړنه کې د افغانستان د شکایتونو کمیسون ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، د انتخاباتو د قانون سره سم باید شکایتونو ته رسیدګي وشي.

اروپايي ټولنې په دې خبر پاڼه کې همدارنګه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان هرکلی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو له کمیسون غوښتي چې د شکایتونو په اړه دې په شفاف او مسلکي توګه قضاوت وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون له درې میاشتو وروسته د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

ددې پایلې پر بنسټ محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ فیصده رایو په تر لاسه کولو د لیست په سر کې دی او عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ عشاریه ۵۲ فیصده رایو په خپلولو په دویم ځای کې راغلی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستي نتایج کله اعلانیږي.

ټاکنو شکایاتو کمېسیون: سبا د لومړنیو پایلو په تړاو د شکایتونو ثبت بهیر پیلیږي

ارشیف

د افغانستان د ټاکنو شکایاتو خپلواک کمېسیون وايي، سبا ( دوشنبه ۹) د سهار له اتو بجو تر درې ورځو پورې ټول نوماندان کولاي شي په مرکز او ولایاتونو کې د لومړنیو پایلو په تړاو خپل شکایاتونه له دوی سره ثبت کړي.

د افغانستان د شکایاتو خپلواک کمېسیون وايي، هغه نوماندان چې د ټاکنو د لومړنۍ پایلو په اړه شکایتونه لري کولای سر له سبا ( دوشنبه) اته بجې خپل شکایتونه د شکایاتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

د دې کمېسیون غړي قاسم الیاسي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل، کمېسون د ټولو نوماندانو شکایاتونو ته د انتخاباتي قانون او طرزلعملونو په ترڅ رسیدنه کوي.

هغه وویل: "ټول کاندیدان کولای شي سر له سبا خپل شکایتونه تر درې ورځو پورې په مستند ډول ثبت کړي او کمېسون به دې ټولو ته تر پنځلسو ورځو پورې په قانوني ډول رسیدنه وکړي."

ښاغلي الیاسي وايي، د شکایتونو تر پنخلس ورځنۍ څېړنې ورسته د استیناف غوښتنې لپاره هم درې ورځې وخت ورکول کېږي چېې د دې بهیر ارزولو ته بیا پنځلس ورځې وخت په بام کې نیول شوی دی.

د نوموړي په خبره په ټولکه کې کمېسیون تر ۳۶ ورځو پورې خپل وروستي پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپاري.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون رئيسه زهره بیان شینوارې وايي، د افغانستان د شکایاتو خپلواک کمېسیون په بې پرې ډول اقداماتو ته ژمن دی.

هغه زیاتوي: "مونږ له ټولو ښکیلو خواو غواړو چې د دواړو کمېسیونونو له پریکړو ملاتړ وکړي او دواړه کمېسیونونه پریږدي چې خپل کارونه په سمه توګه پرمخ بوځي."

په ورته وخت کې د افغانستان پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه هم وايي، د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اعلان سره بحث د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته سپارل شوی دی، او یاد کمیسیون مکلفیت لري چې د قانون په چوکاټ کې عدالت تامین کړي.

دا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نېږدې درې میاشتې ځنډ ورسته نن ( يکشنبه) د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال: راتلونکې اوونۍ حتماً د ټاکنو پایلې اعلانوو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت‌الله مل

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، راتلونکې اوونۍ به حتماً د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایله اعلان شي.

د دې کمېسیون مرستیال عصمت‌الله مل نن ازادي راډیو ته وویل، د ۷ ولایتونو له ډلې چې د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش په‌کې پیل شوی و، د څلور ولایتونو نتایج کابل ته رسېدلي او تمه ده چې د بدخشان، فاریاب او بغلان پایلې هم سبا مرکز ته راواستول شي.

ښاغلی مل وايي، سیستم ته د دې موادو د لېږد بهیر به تر یوې ورځې پیل شي.

هغه وویل، راتلونکې اوونۍ به حتماً د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

ښاغلی مل زیاتوي:​ "سل فیصده ان‌شاءالله، موږ درې ولایتونو ته په تمه وو چې درې ولایتونه‌یې بشپړ شوي او په بدخشان او فاریاب کې د هوا حالاتو له کبله دا پروسه له مشکلاتو سره مخ شوې او مواد نه‌دي رالېږل شوي، موږ په تمه یوو چې ژر کابل ته راورسېږي."

بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، سرپل، جوزجان او پنجشېر کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او هم‌پالنې ټیم د مخالفت له امله د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش نه‌و ترسره شوی، خو پاتې ۲۷ ولایتونو کې دغه بهیر بشپړ شوی و.

دغه ډله شااوخوا ۳۰۰ زره رأیې باطلې او به شرایط برابرې نه‌بولي او وايي ترڅو چې له شمېرنې ونه‌غورځول شي، هېڅ ډول پایلې ورته د منلو نه‌دي.

له بغلان پرته پاتې ۶ ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه بشپړه شوې

ارشیف- ۱۵/۱۲/۲۰۱۹

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، له بغلان ولايت پرته په شپږو ولايتونو کې د رأيو د بيا شمېرنې پروسه پرون ناوخته بشپړه شوه.

د دغه کمېسيون يوه وياند ذبيح سادات تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، په بغلان کې دا پروسه ځکه نه‌ده بشپړه شوې چې هلته ډېرې رأيې کارول شوې دي.

هغه زیاته کړه: "په شپږو ولايتونو کې د رأيو د بيا شمېرنې او تفتيش پروسه پاى ته ورسېده، يوازې په بغلان کې دغه پروسه دوام لري، ځکه په بغلان کې د محلونو شمېر زيات دى، همکاران مو کار کوي، موږ هم کاري قوه زياته کړې ده."

سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، پنجشېر او جوزجان هغه ولایتونه دي چې د عبدالله عبدالله پلویانو په‌کې د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش مخه نیولې وه او انتخاباتي ولایتي دفترونه‌یې تړلي وو.

پنجشېر، سرپل، جوزجان او تخار کې د رأیو بیاشمېرنه پشپړ شوه

ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي په څلورو ولایتونو کې د رأيو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر پای ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه په دوه نورو ولایتونو کې هم دغه بهیر بشپړ شي.

پنجشېر، سرپل، جوزجان او تخار له هغو ولایتونو څخه دي چې د رأیو بیا شمېرنه او څېړنه په‌کې بشپړه شوې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې هم دغه بهیر بشپړ شي.

د دې کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ نن ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د بغلان د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې پر وړاندې د ځینو ټاکنیزو ډلو څارونکي خنډونه جوړوي، خو هڅه کېږي چې تر راتلونکې جمعې ورځې پورې په دې ولایت کې هم د رأیو بیاشمېرنه بشپړه شي.

خو د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله د درېیم ځل لپاره په ۲۷ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې غوښتنه کوي.

د دغه ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون وايي: "موږ تېره ورځ په رسمي ډول شکایتونو کمېسیون ته خپل وړانډیز سپارلی چې یوه کاپي يې د ټاکنو کمېسیون ته هم سپارل شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې په هغه ۲۷ ولایتونو کې چې د رأیو بیا شمېرنه او څېړنه په غیر قانوني ډول ترسره شوې ده دا باید یو وار بیا وڅېړل شي او زموږ په ګډون باید د ټولو ټاکنیزو ډلو استازي په‌کې ګډون ولري."

خو د افغانستان ټاکنو کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ وايي د ۲۷ ولایتونو درېیم ځل رأی شمېرنه امکان نه‌لري ځکه د ده په وینا دا رأی شمېرنه او څېړنه د نړیوالو او کورنیو څارونکو او ځینو ټاکنیزو ډلو د استازو په حضور کې شوې ده.

په ورته وخت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ "دولت جوړوونکې" ټاکنیزه ډله له کمېسیون غواړي چې له ژمنې سره سم باید د اوو ولایتونو د رأیو د بیاشمېرنې او څېړنې نه وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

بغلان، بدخشان او فاریاب کې به نن د رأیو بیاشمېرنه بشپړه شي

ارشیف

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، هڅه کوي چې په درې پاتې ولایتونو بغلان، بدخشان او فاریاب کې د رأیو بیا شمیرنه او څېړنه نن ( سې شنبه) تمامه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له اوو پاتې ولایتونو څخه په څلور ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر بشپړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: "زموږ همکاران نهايي هڅه کوي چې په پاتې درې ولایتونو کې دا پروسه د سې شنبې په ورځ بشپړه کړي او ریزلت شیټونه‌یې (د پایلو لېستونه) مرکزي کمېسیون ته واستول شي."

پنجشېر، جوزجان، سرپل او تخار هغه ولایتونه دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر په‌کې بشپړ شوی او د قانوني پړاوونو وروسته به‌یې نتایج سیستم ته داخل شي.

دا د هغو اوو ولایتونو څخه دي چې څو اوونۍ په‌کې اعتراض کوونکو د د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه تړلي وو.

بل‌خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو تېره ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هیله څرګنده کړه چې په اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او څېړنه به ژر بشپړه شي او تمه ده چې له دې وروسته به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر اعلان شي.

بلخ کې د عبدالله عبدالله پلوي مظاهره کوونکو د ټاکنیز روڼوالي غوښتنه وکړه

په دې مظاهره کې د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق چې د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم غړی دی برخه درلوده.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې پلویانو نن په مزار شریف ښار کې لاریون وکړ او د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو د نتایجو په اعلان کې یې د شفافیت غوښتنه وکړه.

لاریونوالو چې د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله عکسونه یې لېږدول، د انتخاباتو له کمیسونه غوښتنه کوله چې د درغلیو مخه دې ونیسي. په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، لاریونوالو نن د څو ساعتونو لپاره د بلخ د پوهنتون په وړاندې سړک د ترافیکو پر مخ تړلی وو.

په دې مظاهره کې د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق چې د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم غړی دی برخه درلوده.

ښاغلي محقق لاریونوالو ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د انتخاباتو په پروسه کې دې د شفافیت ملاتړ وکړي. نوموړي له انتخاباتي کمیسونونو هم غوښتنه وکړه چې پاکې او ناپاکې رایې دې سره بېلې کړي.

د ثبات او هم پالنې ټیم د انتخاباتو کمیسیون تورنوي چې هڅه کوي شا او خوا درې سوه زره هغه رایې چې دا ټیم یې تقلبي او ناسمې رایې بولي د پاکو رایو په توګه وشمیري. خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په دې اداره کې د درغلیو او شفافیت د نشتوالي تورونه ردوي او وايي، دا رایې تر هغې چې څیړل شوې نه وي په یو مخ نه شې باطلولی.

په مزار شریف کې وروستی لاریون داسې مهال کیږي چې تېره شپه ښاغلي عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل څو په هغو اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرلو اجازه ورکړي چې ددې ډلې د ملاتړو له خوا په کې د انتخاباتو سیمه ییز دفترونه تړل شوي دي.

هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفتر کې یو کارکوونکی وژل شوی

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د انتخاباتي شکایتونو ولایتي دفتر مالي معتمد لطف الله حلیمي نن سهار د خپل کار په دفتر کې په ډزو وژل شوی دی.

ددغه دفتر کمیشنر ګل محمد طارق ازادي راډیو ته وویل، حلیمي د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی دی.

د هرات د مرکزي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شوي کارمند جسد د دوی روغتون ته وروړل شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته ویلي تر اوسه د حلیمي د قتل علت او انګېزه روښانه نه ده.

تراوسه چا د هغه د وژلو مسولیت نه دی منلی. د انتخاباتو ولایتي دفترونه په کلکو امنیتي تدابیرو ساتل کیږي او دا نه ده معلومه چې بریدګر څنګه له وسلې سره د شکایاتو کمیسون دفتر نه ننوتی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG