د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

الیاسي: که د رأیو بیاشمېرنه پروخت ونه شي د شکایتونو ارزول بهیر به لا اوږد شي


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو له مخې باید له ۲۰ په زیاتو ولایتونو کې د ۲۵۵۵ محلونو رأیې بیا وشمېرل شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو له مخې باید له ۲۰ په زیاتو ولایتونو کې د ۲۵۵۵ محلونو رأیې بیا وشمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي، په هغو ولایتونو کې چې د څېړل شویو شکایتونو پر بنسټ باید رأی شمېرنه پیل شي، لا هم اقدام نه دی شوی.

د دغه کمېسیون یوه کمېشنر محمد قاسم الیاسي د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ټاکل شویو ولایتونو د محلونو رأیې په خپل وخت ونه شمېري، دا پروسه به لا زیات وخت ونیسي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو له مخې باید له ۲۰ په زیاتو ولایتونو کې د ۲۵۵۵ محلونو رأیې بیا وشمېرل شي.

ښاغلي الیاسي وویل: "قاعده داسې ده، هماغه وخت چې د یو ولایت په اړه فیصله کېږي، د دې ترڅنګ چې شاکي ته د شکایت په اړه ابلاغ کېږي، بیا یوه نسخه یې د انتخاباتو کمېسیون ولایتي دفتر ته ورکړل کېږي، څو هغوی هم هلته چې اړتیا ده د رایو بیا شمېرنه وکړي. هر څومره ژر چې په دغو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه کېږي، پرېکړې به عملي جنبه خپله کړي، خو لا هم په دې برخه کې اقدام نه دی شوی."

ښاغلی الیاسي وایي، دا چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون ولایتي دفترونو د انتخاباتو کمېسیون ولایتي دفترونو ته د رایو د بیا شمېرې په اړه مکتوب استوي، هغوی یې باید هممهاله له مرکزي کمېسیون سره شریک کړي او په اړه یې اقدام وکړي ترڅو وخت ضایع نه شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو شکایتونو ته د رسېدنې پروسه د جدي میاشتې په اتمه نېټه پیل شوه او په پام کې ده ۱۶ زره او ۵۰۰ شکایتونه وڅېړي.

د شکایتونو ارزولو د لومړي پړاو موده د راورانې دوشنبې په ورځ پوره کېږي.

تر هغې وروسته د قانون له مخې د شکایتونو کمېسیون ۱۸ ورځې نور هم وخت لري چې په درې ورځو کې به د نوماندانو له لوري د استیناف غوښتنه کېږي او ۱۵ نورو ورځو کې به د شکایتونو د وروستیو پایلو د اعلان لپاره چمتوالی نیول کېږي.

خو دا چې په دې ۳۹ ورځو کې به د شکایتونو کمېسیون خپلو چارو ته رسېدنه وکړای شي کنه؟ د شکایتونو کمېسیون له دې امله اندېښمن دی چې تر دې دمه هغو ولایتونو کې چې د څېړل شویو شکایتونو پر بنسټ باید په کې د رأیو بیا شمېرنه وشي، نه ده پیل شوې.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارانشاء رئیس حبیب الرحمن ننګ بیا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دوی سره د رۀیو د بیا شمېرنې په اړه عملیاتي پلان نه دی شریک کړی.

"موږ د جدي میاشتې په ۱۷ نېټه له دوی نه د یوه مکتوب له لارې په رسمي بڼه غوښتي چې ټول هغه محلونه چې د شکایتونو په اساس رأیې په کې بیا شمېرل کېږي، په اړه عملیاتي پلان شریک کړي، تر څو د دغو محلونو په اړه په پوره شفافیت خلکو ته معلومات ورکړو."

په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه له دې دلې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وايی، په هغو ولایتونو کې چې د ثبت شویو شکایتونو د څېړلو پر بنسټ باید راًې شمېرنه وشي، پکار ده چې په اړه یې یو روښانه لارښود موجود وي.

XS
SM
MD
LG