د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

الیاسي: د رأیو بیومټریک معلوماتو سیسټم ته نه لاسرسي زموږ کارونه ځنډني کړي


خو ښاغلي الیاسي وویل، د شکایتونو د څېړلو په برخه کې د دوی په چارو کې د ځنډ یو دلیل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اطلاعاتي او بیومټریک اطلاعاتو سیسـم ته نه‌ لاس‌رسی دی چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.
خو ښاغلي الیاسي وویل، د شکایتونو د څېړلو په برخه کې د دوی په چارو کې د ځنډ یو دلیل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اطلاعاتي او بیومټریک اطلاعاتو سیسـم ته نه‌ لاس‌رسی دی چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، نږدې ۹۲ سلنه شکایتونه څېړل شوي او شاید راتلوونکي اوونۍ دا بهیر پای ته ورسېږي.

د ټاکنیزو شکایتون کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي د سه‌شنبه په ورځ خبریالانو ته وویل، کېدای تر راتلوونکې اوونۍ دا بهیر پای ته ورسېږي.

ښاغلی الیاسي زیاتوي، په یو شمېر ولایتونو کې د دوی کار بشپړ شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر اوسه په پنجشېر، بادغېس، سرپل او جوزجان کې خپل کار پای ته رسولی او په اړه یې پرېکړه شوې، خو لغمان، کونړ، بدخشان، تخار، سمنګان، دایکندي، ارزګان، او زابل هغه ولایتونه دي چې ژر به یې په اړه پرېکړه وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په یوه ولایت کې نږدې څلوېښت محلونه بیا شمېرنې ته تللي، خو په دې اړه نور جزییات نه ورکوي.

خو ښاغلي الیاسي وویل، د شکایتونو د څېړلو په برخه کې د دوی په چارو کې د ځنډ یو دلیل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اطلاعاتي او بیومټریک اطلاعاتو سیسـم ته نه‌ لاس‌رسی دی چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.

"بدبختانه باید ووایم، تر دې دمه چې زموږ په کارونو کې ځنډ هم راغلی، له دې کبله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اطلاعاتي او بیومټریک یوزر ته لاس رسی نه دی راکړل شوی. "

خو تېره ورځ د دې کمېسیون یو بل غړي سید قطب الدین رویدار ازادي راډیو ته ویلي و چې کمېسیون وړمه شپه دوی ته اجازه ورکړې چې ولایتي کمېسیونونه یې معلوماتي سیسټم ته لاس‌رسی پیدا کړي.

یوزر د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه معلوماتي بانک دي چې د ټاکنو اړوند ټول معلومات په کې په بیومټریک ډول خوندي دي.

خو دې برخې ته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لاس‌رسی د شکایتونو څېړلو پر بهیر څه اِغېز لري؟

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ريیس محمد نعیم ایوب‌زاده:

"موږ اندېښمن یوو، دا چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اجازه نه ورکوي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دوی یوزر ته لاس‌رسی ولري، پر دې بهیر منفي اغېز کوي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ډېره په مسلکي کارونو او روڼتیا پورې تړلی نه دی. "

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د غیر مسلکیتوب او عدم شفافیت تور ردوي او وايي، په هر ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار کوونکي د دوی یوزر ته لاس رسی لري.

د دې کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل:

"دوه یوزرونه مو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په واک کې ورکړي چې کولای شي ولایتي معلومات ترې ترلاسه کړي، موږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو. "

د ټاکنو د قانون له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ولایتونو کې د شکایتونو د څېړلو لپاره یوازې څلور ورځې وخت لري چې خپل کار بشپړ کړي.

خو کمېسیون دا احتمال هم نه ردوي چې کېدای شي په یو شمېر هغو ولایتونو کې چې د شکایتونو شمېر په کې زیات دی، د دوی کارونه له یوې یا هم دوو ورځو وغځېږي.

XS
SM
MD
LG