د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

له ۲۰ ډېرو ولایتونو کې د رأی اچونې ۱۶۵۰ محلونو رأیې بیا شمېرل کېږي


پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، غزني، بدخشان، تخار، کندز، غور، زابل، نیمروز، لغمان، ننګرهار، کنړ، سرپل، د هغو شلو ولایتونو له ډلې دي چې  یو شمېر محلونو رأیو یې بیا شمېرل کیږي.
پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، غزني، بدخشان، تخار، کندز، غور، زابل، نیمروز، لغمان، ننګرهار، کنړ، سرپل، د هغو شلو ولایتونو له ډلې دي چې  یو شمېر محلونو رأیو یې بیا شمېرل کیږي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، له ۲۰ څخه زیاتو ولایتونو کې د شااوخوا ۱۶۵۰ محلونو رأیې بیا شمېرل کیږي.

د انتخاباتو د مهالوېش له مخې د شکایاتو د تفتیش او ارزونۍ لړۍ باید نن پنجشنبې (جدي ۱۹مه) پای ته رسېدلې وای، خو د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، چې دغه لړي به د راتلونکي اوونۍ د دوشنبې په ورځ پای ته روسیږي.

ددې کمېسیون ویاند قاسم الیاسي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، تر دا مهاله له ۲۰ څخه زیات ولایتونو کې د شکایتونو د څېړلو په ترڅ کې د ۱۹۴۵ محلونو رأیې بیا شمېرل کېږي چې تر راتلونکې دوشنبې به ددې محلونو په شمېر کې زیاتوالی هم راشي.

هغه ددې محلونو د رأیو د بیا شمېرنې دلایل داسې بیان کړل: "ددغو محلونو رأیې چې بیا شمېرنې ته ځي، دلیل یې د رأیو تفاوت، له خپل ټاکلي وخت څخه بهر د رأیو استعمال، مشکوکې رأیې او د بیومټریک دستګاوو نشتون دی چې پر بنسټ یې دغه رأیې باید بیا وشمېرل شي."

د ښاغلي الیاسي په خبره، د راتلونکي دوشنبې ورخې وروسته به دوی د خپلو لمړنیو څېړنو پایله د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي او د استیناف غوښتنې لړۍ به هم پیل شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون کارونه د قناعت وړ نه بولي.

د انتخاباتو د ړونتیا څارونکې شبکې غړي خلیل روفي ازادي راډيو ته وویل، د شکایاتونو خپلواک کمېسیون په خپل ټاکلې وخت خپل کارونه نه دي ترسره کړي.

"د اندېښنې وړ بحث خو دا دی چې کمېسیون په خپل ټاکلي موده کې ونشو کړای خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي، ترڅو خلکو ته د ورستیو پایلو په اړه معلومات وشي او له بده مرغه چې دوی تر اوسه د بیا شمېرنې لپاره چمتوالی نه لري، هغه نېټه چې دوی وايي هغه ددوی له قوله دقیق نه ده."

د ښاغلي رووفي په خبره، د شکایاتو کمېسیون باید ژر تر ژره خپل وروستۍ پرېکړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي.

د انتخاباتي شکاتونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، غزني، بدخشان، تخار، کندز، غور، زابل، نیمروز، لغمان، ننګرهار، کنړ، سرپل، د هغو شلو ولایتونو له ډلې دي چې یو شمېر محلونو رأیو یې بیا شمېرل کیږي.

XS
SM
MD
LG