د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د ولسمشرۍ ټاکنې؛ ترټولو ډېر ثبت شوي شکایتونه د ټاکنیزو جرایمو اړوند دي


کندهار ولایت کې بیا دولت جوړونکي ټیم ۴۳۹ شکایتونه، خو د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې بیا ۱۱۰۲ شکایتونه ثبت کړي دي.
کندهار ولایت کې بیا دولت جوړونکي ټیم ۴۳۹ شکایتونه، خو د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې بیا ۱۱۰۲ شکایتونه ثبت کړي دي.

ازادي راډیو په ۱۶ ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تصنیف بندۍ سندونه ترلاسه کړي.

د دې سندونو پر بنسټ چې له یوې رسمي سرچینې ترلاسه شوي، په اکثرو ولایتونو کې د ټاکنیزو جرایمو شمېر ډېر دی او دغه شان ډېری شکایتونو هم د څېړنې لپاره په لومړۍ ګټګورۍ کې ځای شوي دي.

بل‌‌خوا بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د ارزونې بهیر پیل شوی دی.

ولسمشرۍ ته د نوماندانو له‌خوا ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره په ثبت شویو شکایتونو کې د ټاکنیزو جرایمو اړوند ثبت شوې قضیې زیاتې دي.

ازادي راډیو له یوې رسمي سرچینې څخه داسې سندونه تر لاسه کړي چې د ۱۶ ولایتونو تصنیف بندي ښيي او پر بنسټ یې په ډېری ولایتونو کې د ټاکنیزو جرایمو اړوند شکایتونه زیات دي.

په دې سندونو کې ښکاري چې ټاکنیزې سرغړونې هم تر ډېره با اعتباره ګڼل شوي، خو د ټاکنیزو تخطیو شمېر بیا ډېر لږ دی.

پکتیا، لوګر، جوزجان، کندهار، بلخ، سمنګان، سرپل، لغمان، بامیان، کاپیسا، پنجشېر، ارزګان، نیمروز، کونړ، نورستان او فاریاب هغه ولایتونه دي چې د تصنیف بندۍ سندونه یې ازادي راډیو ته رسېدلي دي.

د دې ولایتونو له ډلې په کندهار کې د ټاکنیزو جرایمو اړوند شکایتونو ته ډېر اعتبار ورکړل شوی چې شمېر یې ۱۵۷۴ ته رسېږي. بلخ بیا په دویمه درجه کې دی چې د ټاکنیزو جرایمو اړوند ۱۴۵ شکایتونو ته په کې اعتبار ورکړل شوی دی.

خو پکتیا بیا د هغو ولایتونو له ډلې دی چې د ټاکنیزو سرغړونو یا تخلف شمېر په کې زیات دی. په دې ولایت کې ۸۵۸ سرغړونې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له‌خوا با اعتباره ګڼل شوي دي.

خو بامیان بیا یوازینی ولایت دی چې یوازې په کې ۳۶ ټاکنیزو تخطیو یا اشتباهاتو ته اعتبار ورکړل شوی، او ټاکنیزې سرغړونې او ټاکنیزو جرایم یې صفر ګڼل شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي هم مني چې د ټاکنیزو جرایمو شمېر نسبت تخطیو او تخلف ته زیات دی.

"د ټاکنیزو تخطیو او سرغړونو ترمنځ یو څه توپیر شته، خو زما د څېړنې پر بنسټ د ټاکنیزو جرایمو شمېر ډېر دی."

په دې سندونو کې دغه شان د نوماندانو له‌خوا د شویو شکایتونو شمېر ته اشاره شوې. د بېلګې په ډول د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټیم په پکتیا کې ۵۳۶ شکایتونه ثبت کړي، خو د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې چې مشر یې اجراییه رییس عبدالله عبدالله دی، ۳۷۰ شکایتونه ثبت کړي دي.

په کندهار ولایت کې بیا دولت جوړونکي ټیم ۴۳۹ شکایتونه، خو د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې بیا ۱۱۰۲ شکایتونه ثبت کړي دي.

د ازادي راډیو له‌خوا له یو رسمۍ سرچبنې څخه په دغه ترلاسه شویو سندونو کې ښکاري چې ډېری شکایتونه په لومړۍ کټګورۍ کې ځای شوي دي. په دې معنا چې اړتیا ده کمېسیون دا شکایتونه په دقیق ډول وڅېړي.

د بېلګې په ډول په کندهار کې ۱۹۱۹ شکایتونه، په پکتیا کې ۹۷۴ شکایتونه او په بلخ کې ۱۴۵ شکایتونو ته په لومړۍ ګټګورۍ کې ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د معلوماتو پر بنسټ، په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د څېړلو بهیر پیل شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د طرزالعمل له مخې، د دې کمېسیون ولایتي دفترونه باید تر راتلوونکو ۷ ورځو خپله پرېکړه ورکړي، خو یوه اندېښنه پر دې ده چې شاید ثبت شویو شکایتونو ته په کتو په ځینو ولایتونو کې دا بهیر په خپل وخت بشپړ نه شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، دوی به د راتلوونکې اوونۍ په لومړیو کې روښانه کړي چې په کومو ولایتونو کې دا پروسه په خپل ټاکلي وخت نه شي بشپړېدای.

XS
SM
MD
LG