د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نږدې ۲۰ ولایتونو د ځینو محلونو رأیې بیا شمېري


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو یوه پرېکړه په نږدې شل ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو یوه پرېکړه په نږدې شل ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، د نږدې شلو ولایتونو په یو شمېر محلونو کې بیا رأی شمېرنه کوي.

د دې کمېسیون له قوله، دا پرېکړه په دې ولایتونو کې د شکایتونو د څېړلو په پایله کې شوې ده.

بل‌خوا پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، اړتیا ده چې په دې ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه د یوې روښانه تګلارې پر بنسټ وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا ريیس چمن شاه اعتمادي وايي، دوی به د راتلوونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د ټاکنو کمېسیون، پر ټاکنو د څار بنسټونو او ټاکنیزو ډلو په شتون کې دا بهیر پیل کړي.

ښاغلی اعتمادي که څه هم په دې شلو ولایتونو کې د شمېرل کېدونکو محلونو او همدا ډول د ولایتونو د مشخصېدو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي، د رایو بیا شمېرنې لپاره د دوی د کارکوونکو کمېټه ګمارل شوې او ژر به ولایتونو ته سفر وکړي.

"بیا شمېرنه به راتلونکې اوونۍ د شنبې یا هم یک‌شنبې په ورځ پیل شي، ځکه لومړی باید زموږ ټیمونه ولایتونو ته ولاړ شي، امکانات ورکړل شي او له هغې وروسته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، څارونکو بنسټونو او د ټاکنیزو ټیمونو د استازو په شتون کې دا بهیر پیل شي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون همدا ډول د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي، څو په دې بهیر کې ورسره په پوره همغږۍ مرسته وکړي او هغو معلوماتو ته بشپړ لاس‌رسی ورکړي چې د رأیو د بیا شمېرنې په بهیر کې ورته اړتیا پیدا کېږي.

بل لورته بیا پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د دې لپاره چې دا پروسه په شفاف ډول پیل شي، اړتیا ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یوې روښانه تګلارې پر بنسټ، د بیا شمېرنې بهیر پیل کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، ټاکنیز کمېسیونونه لا هم په یو شمېر موضوعاتو اختلاف لري چې د دوام په صورت کې یې د رأیو بیا شمېرنه په شفاف ډول نه شي ترسره کېدای.

"لومړی باید کمېسیونونه سره د یوزر او نورو موضوعاتو په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي، په مرکزي او ولایتي کچه باندې د کمېسیونونو له‌خوا د اړتیاوو پوره کولو موضوعات واضح شي. همدا ډول هغه پرېکړې چې کېږي، څه ډول ښکېلو لوریو ته د منلو وي او څومره روښانه وي، دا موضوعات باید د یوې روښانه تګلارې له مخې، واضح وي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون داسې مهال په نږدې شلو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې خبر ورکوي چې د ټاکنو قانون له مخې، یوازې درې ورځې وروسته، په ولایتونو کې د دوی د کار لپاره ټاکل شوې موده پای ته رسېږي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دې پروسې د اوږدېدو احتمال هم نه ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي و، تر راتلوونکې اوونۍ به دوی خپلې چارې بشپړې کړي.

XS
SM
MD
LG