د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن د ابتدايي نتایجو په تړاو د شکایتونو ارزول پیلوي


د میزان ۶مې انتخاباتو د لومړنیو پایلو په تړاو ټولټال ۱۶ زره ۲۰۰ شکایتونه ثبت شوي او نن به یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون صنف بندي کړي.
د میزان ۶مې انتخاباتو د لومړنیو پایلو په تړاو ټولټال ۱۶ زره ۲۰۰ شکایتونه ثبت شوي او نن به یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون صنف بندي کړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي، سره له ننه د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه شکایتونه په بېلابېلو کټګوریو وېشي.

د شکایتونو د کمیسیون ویانده زرمینه کاکړ وايي چې ټولټال ۱۶ زره ۲۰۰ شکایتونه ثبت شوي چې له څېړلو وروسته به څرګند شي څومره یې جدي دي.

پرون د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ وه.

د شکایتونو د شمېر زیاتوالي ته په کتو شک کېږي چې د شکایتونو کمیسیون به په ټاکلې موده کې شکایتونه وڅېړلی شي، خو د دې کمیسیون ویاندې وویل:

"په شپاړس زره دوه سوه ثبت شویو شکایتونو کې ۸ زره د ثبات او همپالنې د ټیم دي. څه باندې ۲۵۰۰ د دولت ساز ټیم ثبت کړي، ځلور زره شکایتونه هم حکمتیار صاحب درج کړي او ۱۵ د نبیل صاحب ټیم ثبت کړي دي. موږ نهايي هڅه کوو چې په ټاکلې موده کې شکایتونه وڅېړو."

سبا جمعه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو درې میاشتې پوره کېږي.

زرمینې کاکړ ازادي راډیو ته وویل چې ډېر شمېر شکایتونه د مستنداتو پر اساس نه وي او له همدې کبله رد کېږي.

د هغې په خبره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له انتخاباتي ټیمونو غوښتنه کړې، د دې لپاره چې وخت ضایع نه شي داسې شکایتونه ثبت نه کړي چې مستند نه وي.

همدې موضوع ته په اشارې د افغانستان د انتخاباتو د د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ (فیفا) اجرايي رييس یوسف رشید وايي:

"داسې ښکاري چې د ټاکنیزو ډلو له خوا د شکایتونو په کمیت کې سیالي رامنځته شوې ده. باید شکایت ځان ته محتوا ولري او په عین حال کې کافي او مدلل اسناد ولري چې اثباتیه مدارک یې د شکایتونو د کمیسیون پام ځان ته واړولی شي."

ښاغلی رشید وايي، که خبره استیناف ته وغځېږي، د شکایتونو د کمیسیون پېټی به دروند شي او ښايي په خپل ټاکلي وخت کې کار بشپړ نه کړي.

د شکایتونو د کمیسیون ویانده وايي چې دوی ته به ژر څرګنده شي چې څومره شکایتونه جدي دي او پر څېړلو ارزي:

"ان شاالله چې نن او سبا به (شکایتونو) د صنف بندۍ برخه وي. له صنف بندۍ وروسته به ووایو چې څومره شکایتونه په څېړلو ارزي او جدي دي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د قانون پر بنسټ ۳۹ ورځې لري چې د نوماندانو ثبت شوي شکایتونه وڅېړي او د هغې له مخې پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG