د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۱۰

غني او عبدالله د لومړنیو پایلو مخکښ نوماندان


محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د دغو پایلو له مخکښو نوماندانو څخه دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د دغو پایلو له مخکښو نوماندانو څخه دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې دوی خپل کار په پوره امانت‎دارۍ سره ترسره کړی او وروسته له دې د ټاکنو شکایاتو کمېسیون مسؤلیت دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‎پالنې ټاکنیز ټیم د لومړنیو پایلو اعلان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‎خوا د تقلبي پایلو اعلان بولي او وايي چې د تقلبي رأیو پر وړاندې درېږي او د دوی د قانوني غوښتنو پرته پایلې نه‎مني او له هر راز قانوني لارې به د خلکو د رأیو دفاع وکړي.

په دغې خپرونه او بحث کې د افغانستان د ټاکنو شکایاتو کمېسیون یوه ویانده زرمینه حق‎جو کاکړ، د دولت‎ساز ټیم یو ویاند جاوېد فیصل، د ثبات او هم‎پالنې ټیم یو ویاند پاینده محمد حکمت او د افغانستان د ټاکنو روڼوالي څار بنسټ فیفا ویانده سمیرا رسا حضور لري.

د ​د دې خپرونې د اورېدو لپآره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:53:42 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG