د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې؛ ټول ۱۶۲۰۰ شکایتونه ثبت شول


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به اوس د شکایتونو ارزول پیل کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به اوس د شکایتونو ارزول پیل کړي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د شکایتونو ثبتولو بهیر نن چهارشنبه (جدي ۴مه) پای ته ورسېد.

د شکایتونو ثبتولو په درېیمه او وروستۍ ورځ نن هم زرګونه شکایتونه ثبت شول.

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي چمن شاه اعتمادي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې دوی ټول ټال ۱۶۲۰۰ شکایتونه ترلاسه کړي دي.

ددغو شکایتونو ډېره برخه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات اوهمپالنې ډلې ثبت کړي. ددغه ټیم یوه غړي نور الرحمن اخلاقي ویلي چې دوی ۷۹۸۰ شکایتونه دغه کمېسیون ته سپارلي دي.

ورپسې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیزې ډلې ډېر شکایتونه ثبت کړي چې شمېر یې ۳۷۶۱ ته رسېږي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې له دوه زره پورته او پسې بیا د ولسمشرۍ بل کاندید رحمت الله نبیل دی چې د شکایتونو شمېر یې نسبت نورو ته ډېر دی.

د دولت ساز ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له دغو شکایتونو ددوی هدف دا دی چې د ټاکنیزو شکایتون کمېسیون هغه رایې ومومي چې له تخنیکي ستونزې پرته ورکې شوې دي.

د دولت ساز ډلې لومړي مرستیال وویل، که رأیې په سمه توګه تفتیش شي، دوی اټکل کوي چې رأیې یې ۵۵فیصده ته لوړېږي.
د دولت ساز ډلې لومړي مرستیال وویل، که رأیې په سمه توګه تفتیش شي، دوی اټکل کوي چې رأیې یې ۵۵فیصده ته لوړېږي.

ښاغلي صالح وویل، د درملوګ کمپنۍ د رأیو شمېر یو میلیون او ۸۴۳ زره اعلان کړی و، خو په ابتدايي پایلو کې ۱۸ زره رأیې نه دي شاملې کړای شوي چې دلیل یې باید څرګند شي.

هغه همداراز ادعا وکړه چې د ننګرهار بیومټریک دستګاوو کې ۹ زره رأیې د ټاکنو کمېسیون مرکزي سرور ته نه دي انتقال شوي.

د دولت ساز ډلې لومړي مرستیال وویل، که رأیې په سمه توګه تفتیش شي، دوی اټکل کوي چې رأیې یې څلور فیصده ډېرېږي. د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني ۵۰ اعشاریه ۶۴ فیصده رأیې اخیستې دي.

هغه همداراز ادعا وکړه چې د درملوګ کمپنۍ ۸۶ زره نورې رأیې د تفتیش وړ بللې وې، خو کمېسیون د باطلو رأیو په توګه له نظره غورځولي دي.

د دولت جوړونکي ټیم لومړي مرستیال همدا ډول د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو کمېشنر له قانونه په سرغړونې تورن کړ او تر خوا یې په ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر د رایو د ورکېدو مسوول وباله. خو د کميشنرانو نوم یي یاد نه کړ.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا وايي، دوی به خپل کارونه د قانون پر بنسټ مخ‌ته یوسي.

دغه کمېسیون به سبا د شکایتونو تصنیف یا طبقه بندی پیل کړي.

له دې وروسته، ثبت شوي شکایتونه په ۱۵ ورځو کې په ولایتي کمېسیونونو کې څېړل کېږي او پایله یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته استول کېږي. خو که چېرې پر دې پرېکړې څوک نیوکه ولري، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه تر درې ورځو د استیناف غوښتنه کولای شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا ۱۵ ورځې نور وخت اخلي، څو خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG