د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

ګلبدین حکمتیار د ټاکنو لومړنۍ پایلې له درغلیو ډکې وبللې


ښاغلي حکمتیار وویل، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې غوښتنې ونه مني په نږدې راتلونکې کې به یو لړ مهم تصمیمونه ونیسي.
ښاغلي حکمتیار وویل، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې غوښتنې ونه مني په نږدې راتلونکې کې به یو لړ مهم تصمیمونه ونیسي.

د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ابتدایي پایلې له درغلیو ډکې وې او ددې پایلو په ترڅ کې رامنځته کېدونکې حکومت هم افغانانو ته د منلو وړ نه دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له خوا د یکشنبې په ورځ (جدي لومړۍ نېټه) د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو اعلانېدو د ځینو انتخاباتي ټیمونو له مخالفت سره مل و.

ګلبدین حکمتیار نن دوشنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې غوښتنې ونه مني په نږدې راتلونکې کې به یو لړ مهم تصمیمونه ونیسي.

هغه وویل: "دا انتخابات کټونکی نه لري، په دې انتخاباتو کې د بریا اعلان ناسم کار دی. آیا کېدای شې چې د ۹ سوه زره رایو په ترڅ کې د ۳۵ میلیونه افغانانو منتخب ولسمشر ولرو؟ که په دې انتخاباتو کې یو کس بریالی هم اعلان شي هغه بریالی نه دی."

د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلې مهمې غوښتونې دا دي چې په هغو محلونو کې چې د بیومټریک الې ورکې دي، باید له سره انتخابات وشي او د ټولو محلونو رایې له سره وشمیرل شي.

خو د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلې دې غوښتونو ته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ځواب کې وايي، هر هغه نوماند چې شکایت لري د شکایات کمېسیون سره دې ثبت کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیر ابراهیمي وویل: "موږ ددې لپاره چې پروسه شفافه وي اته زره محلونو بیا شمېرنې ته یوړل. اوس چې هر نوماند شکایت او یا هم اعتراض لري د شکایاتو خپلواک کمېسیون سره دې شریک کړي، تر څو د قانون او طرزالعملونو له مخې ورته رسیدنه وشي".

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې تر شاوخوا درېیو میاشتو ځنډ وروسته پرون اعلان شوې چې له مخې یې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ فیصد رأیو په ترلاسه کولو ترټولو مخکې دي.

XS
SM
MD
LG