د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

غني: ټاکنیزې ډلې دې د لوبې اصول ومني


ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو له اعلان وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني له ټاکنیزو ډلو غواړي چې د لوبې اصول ومني.

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو د اعلان په غبرګون کې اوسنی ولسمشر او ولسمشرۍ ته نوماند محمد اشرف غني وايي، د لومړنۍ پایلو اعلان د ملت بری دی.

ولسمشر د یک‌شنبې په ماښام ارګ کې د یوې غونډې پر مهال له ټولو ټاکنیزو ډلو وغوښتل چې د لوبې اصول مراعت کړي او د قانون له مخې، خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له لارې وڅېړي.

هغه وویل: "هره لوبه چې کېږي، اصول لري، د لوبې اصول قوانین ټاکي، د افغانستان اساسي قانون، د ټاکنو قانون او د افغانستان د ولس نبض، اوس وخت د دې چې ټول باید د لوبې اصول ومنوو، اوس چې راتلونکو ورځو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار کوي، مونږ قانون مند رفتار کوو او هیله لرو چې ټول د قانون له مخې کار وکړي. "

ولسمشر غني دا هم وویل چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د خلکو اندېښنې راپورته کړې وې، خو اوس افغانستان له تیارو د روښانه او باور پر لور روان دی.

خو د ولسمشر غني یو شمېر ټاکنیزو سیالانو عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او عبداللطیف پدرام لومړنیو پایلو اعلان ته منفي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

عبدالله عبدالله د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان څو شېبې وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ولیکل ، ټاکنو کې درغلي شوې او د دوی اندېښنو ته ځواب نه دی ویل شوی.

بل نوماند رحمت الله نبیل اعلان کړی چې د دوی ټاکنیزه ډله د ټاکنو کمېسیون لخوا اعلان شوې لومړنۍ پایلې نه مني.

نبیل زیاته کړې، دوی هیله لري چې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به تورې او سپینې رایې جلا کړي.

د ولسمشرۍ بل نوماند عبداللطیف پدرام ویلي، دی نږدې څلورم مقام کې و، خو کمېسیون پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

په ورته وخت کې په کابل کې یو شمېر بهرنیو ډیپلوماټیکو بنسټونو هم د ټاکنو د لومړنۍ پایلو اعلان ته غبرګون ښودلی.

په کابل کې د امریکا سفارت د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ او د ټاکنو کمېسیون له غړو او کارکوونکو یې مننه وکړه چې دغه پایلې یې اعلان کړې.

د امریکا سفیر جان بس په خپل ټویټر پاڼه ویلي، دا باید ټولو افغانانو ته جوته وي چې دا لومړنۍ پایلې دي او د وروستیو پایلو اعلان ته نور زیات ګامونه پاتې څو افغانان ترې ډاډ ترلاسه کړي.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس
کابل کې د امریکا سفیر جان بس

هغه زیاتوي، د وروستیو پایلو له اعلان مخکې باید شکایتونه وڅېړل شي او دوی به د دې بهیر ملاتړ وکړي.

په ورته مهال ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو هرکلی وکړ.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي:" د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۸مه، د افغانستان اتباعو له امنیتي ګواښونو سره سره د یو ښه راتلونکي لپاره خپلې رایې وکارولې، دا رایه ورکونکي د خپلې مدني دندې د ترسره کولو له امله د ستاینې وړ دي."

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

هغه زیاته کړه: " اوس، ټول افغان چارواکي او ښکیل اړخونه باید د ټاکنو د خوندیتوب او بشپړېدو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي، چې د دغه بهیر د وروستي پړاو د بشپړتیا ساتنه وشي."

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې ویلي چې مونږ د ټاکنو کمېسیون له لوري د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کوو. او په دې برخه کې د افغان ځواکونو څخه هم مننه کوو چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې هلې ځلې کړي دي.

XS
SM
MD
LG