د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲
د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

'د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې'

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل، محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رأیې او عبدالله عبدالله۳۹،۵۲ ترلاسه کړې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل، محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رأیې او عبدالله عبدالله۳۹،۵۲ ترلاسه کړې دي.

هغې زیاته کړه: "مونږ په ډېرې امانت‌دارۍ خپله دنده ترسره کړې، تر یو میاشت وړاندې له انتخاباتو بودجه نه‌وه."

۱۷:۲۴ ۱.۱۰.۱۳۹۸

د افغانستان د ټاکنو شکایاتو خپلواک کمېسیون وايي، سبا ( دوشنبه ۹) د سهار له اتو بجو تر درې ورځو پورې ټول نوماندان کولاي شي په مرکز او ولایاتونو کې د لومړنیو پایلو په تړاو خپل شکایاتونه له دوی سره ثبت کړي.

د افغانستان د شکایاتو خپلواک کمېسیون وايي، هغه نوماندان چې د ټاکنو د لومړنۍ پایلو په اړه شکایتونه لري کولای سر له سبا ( دوشنبه) اته بجې خپل شکایتونه د شکایاتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

د دې کمېسیون غړي قاسم الیاسي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل، کمېسون د ټولو نوماندانو شکایاتونو ته د انتخاباتي قانون او طرزلعملونو په ترڅ رسیدنه کوي.

هغه وویل: "ټول کاندیدان کولای شي سر له سبا خپل شکایتونه تر درې ورځو پورې په مستند ډول ثبت کړي او کمېسون به دې ټولو ته تر پنځلسو ورځو پورې په قانوني ډول رسیدنه وکړي."

ښاغلي الیاسي وايي، د شکایتونو تر پنخلس ورځنۍ څېړنې ورسته د استیناف غوښتنې لپاره هم درې ورځې وخت ورکول کېږي چېې د دې بهیر ارزولو ته بیا پنځلس ورځې وخت په بام کې نیول شوی دی.

د نوموړي په خبره په ټولکه کې کمېسیون تر ۳۶ ورځو پورې خپل وروستي پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپاري.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون رئيسه زهره بیان شینوارې وايي، د افغانستان د شکایاتو خپلواک کمېسیون په بې پرې ډول اقداماتو ته ژمن دی.

هغه زیاتوي: "مونږ له ټولو ښکیلو خواو غواړو چې د دواړو کمېسیونونو له پریکړو ملاتړ وکړي او دواړه کمېسیونونه پریږدي چې خپل کارونه په سمه توګه پرمخ بوځي."

په ورته وخت کې د افغانستان پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه هم وايي، د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اعلان سره بحث د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته سپارل شوی دی، او یاد کمیسیون مکلفیت لري چې د قانون په چوکاټ کې عدالت تامین کړي.

دا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نېږدې درې میاشتې ځنډ ورسته نن ( يکشنبه) د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

۱۷:۱۳ ۱.۱۰.۱۳۹۸

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان په اړه غبرګون ښودلی.

دغه ټیم وايي، د ټاکنو کمېسیون بې طرفي او حقوقي چوکاټ له نظره غورځولی او په جانب دارانه توګه یې لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې دا د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ وهل دي.

د دې ټیم په وینا د درغلیو څخه رامنځته شوې پایلې افغانانو ته د منلو نه دي او دا بحران رامنځته کوي.

دوی دولت جوړوونکی ټیم له دولتي امکاناتو څخه په ګټنې تورن کړ چې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې یې لاسوهنه کړې ده.

امنیت او عدالت ټیم له شکایاتو کمېسیون وغوښتل څو خپله بې طرفي مراعت، تور او سپین سره جدا، د درغلیو اصلي کسان د نوماندانو له لیسته بهر او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې معرفي کړي.

۱۶:۰۵ ۱.۱۰.۱۳۹۸

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ولسمشرۍ ټاکنو کې د دولت جوړوونکي ټیم د یوې مطبوعاتي په خپرولو سره د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی او مننه کړې ده.

دغه ټیم وايي، د ټاکنو په اړه ځینې شکایتونه لري چې د ټاکنو شکایاتو کمېسیون له لارې به یې مطرح او په مسلکي او قانوني توګه به یې وڅاري.

اعلامیه کې زیاته شوې: "د جمهوریت استحکام او په بریالیتوب سره د ولسمشرۍ ټاکنو پای ته رسیدلو ټول کریډیټ، افغان ولس ته ورګرځي، زمونږ خلکو د دې په خاطر چې خپل برخلیک په خپله وټاکي، ډېرې زیاتې او نه هیرېدونکې قربانۍ ورکړي دي، ټول افغان ولس د یو اغیزناک، ځواب ویونکي او خدمتګار حکومت د لرلو لیاقت لري، چې انشاالله د خدای تعالی په مرسته او د ټول ولس د ملي ارادې د تمثیل په خاطر به دولت ساز ټیم په دې هکله عملي ګامونه پورته کړي."

۱۵:۱۱ ۱.۱۰.۱۳۹۸

د ټاکنو شکایاتو کمېسیون د یکشنبې په ورځ د یوې خبرې غوندې پرمهال وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د شکایتونو د ثبت بهیر سبا د جدي په ۲مه په اتو بجو په مرکز او ولایتونو کې پیلیږي او درې ورځې به دوام وکړي.

شکایاتو کمېسیون د شکایتونو د ثبتولو بهیر د ټاکنو کمېسیون له لوري پر خپل ویبپاڼه د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د بشپړو جزییاتو خپرولو پورې تړلی بولي.

دغه راز دې کمېسیون له کاندانو وغوښتل څو له وخت مخکې قضاوت څخه ډډه وکړي او د شکایاتو کمېسیون پرېکړې ته دې په تمه اوسي چې وروستۍ پایلې اعلان شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG