د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

ملګري ملتونه: د ولسمشرۍ نوماندان دې د ټاکنو پایلې ومني


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښتي چې د ټاکنو پایله ومني.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي، د ولسمشرۍ نوماندان او د هغوی پلویان باید اجازه ورکړي چې ټاکنیز کمېسیونونه خپل کارونه مخته یوسي.

ښاغلي یاماموتو چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته خبرې کولې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې د قانون له مخې د شکایتونو له څېړلو وروسته، نوماندان او د هغوی ملاتړي باید د ولسمشرۍ ټاکنو اعلانېدونکې پایله ومني.

هغه زیاتوي: "په داسې حال کې چې په افغانستان کې نوی حکومت جوړېږي، دا هېواد له نړیوالو ملګرو سره په ګډه فرصت لري چې د افغانستان غوره راتلونکي لپاره شته سترې ننګونې له‌منځه یوسي، په دې هېواد کې د سولې، انکشاف، د غربت کموالی، د بشري حقونو او رونټیا نه‌موجودیت کلیدي ستونزې دي، دې ستونزو ته د رسېدو لپاره د بااعتباره ټاکنو ترسره کول مهمه موخه ده چې پایلې یې د افغانانو اصلي اراده منعکسوي او د نوماندانو په ګډون ټولو نړیوالو ملګرو ته د منلو وړ دي."

ښاغلي یاماموتو زیاته کړه، د راتلونکي افغان حکومت تر ټولو مهم کار به د سولې د یوه داسې بهیر پیل وي چې مشري به‌یې په خپله افغانان کوي.

نوموړي د امنیت شورا غونډې ته وویل، د ټاکنو پایله چې هر څه وي، وي به؛ خو سوله راتلونکي حکومت ته تر هر څه مهمه ده.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند یو مشهور سناتور لېندسي ګراهام هم افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، هیله‌مند دی چې راتلونکو ورځو کې د افغانستان نوی حکومت جوړ او له طالبانو سره د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

هغه وویل: "هیله‌مند یم چې راتلونکو ورځو کې نوی حکومت ولرو او رأیې په مشروع بڼه وشمېرل شي څو نوی حکومت جوړ او وکړای شي چې د سولې خبرو لپاره یو پلاوی وټاکي، داسې پلاوی چې د افغانستان له خلکو استازولي وکړي او شاید په داسې یو حال کې موږ له طالبانو سره د جګړې د پای لپاره جدي خبرې ولرو."

ښاغلي ګراهام همدا ډول د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره کتلي دي.

ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، لېندسي ګراهام سره لیدنه کې ولسمشر غني ویلي، ترورېزم د دواړو هېوادونو د امنیت پر وړاندې ګډ ګواښ دی او اړتیا ده چي پر ضد یې ګډه مبارزه وشي.

خبرپاڼه وايي ولسمشر دا هم ویلي چې د سولې په اړه عمومي اجماع موجوده ده، خو اوربند او له افغانستان بهر د طالبانو پر امن پناه ځایونو تمرکز هغه پوښتنې دي چې باید ځواب شي.

اجرائیه رياست بیا وايي، لېندسي ګراهام سره لیدنه کې عبدالله عبدالله د ټاکنو پر روڼتیا ټینګار کړی او سوله‌یې د افغانانو لومړیتوب بللې ده.

د افغانستان د راتلونکي حکومت د ژر جوړېدو په اړه داسې مهال څرګندونې کېږي چې لا هم د دغه هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو د اعلان کره نېټه نه‌ده روښانه کړې.

کمېسیون وړاندې ویلي، په اووه ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنې او څېړنې وروسته به، د روانې اوونۍ په اوږدو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایله ډاګیزه شي.

کمېسیون په تېرو دوه میاشتو کې دوه ځله د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه خلکو سره شریکه کړه، خو ونه‌توانېده په دې نېټو د ولسمشرۍ ټاکنو پایله اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG