د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

ملي ارمان: د پایلو ځنډېدل خلکو ته ګڼې اندېښنې راپیدا کړي


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د دوهم پړاو ټاکنو، سولې او کورنیو بې‌ځایه شویو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، دوهم ځلې ټاکنې باید د یوې بې‌پرې ادارې تر څار لاندې ترسره شي.

وړاندې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د پایلو ځنډېدل او د ټاکنیزو ډلو ترمنځ روانو کړکېچونو خلکو ته ګڼې اندېښنې راپیدا کړي او دا د ټاکنو کمېسیون باور له‌منځه وړی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که چېرې د ټاکنیزو ډلو ترمنځ ستونزې حل نه‌شي هېواد به له یو نوي کړکېچ سره مخ شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د سولې پروسې راتلونکې ناستې ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت د سولې لپاره د یو اووه ماده‌ییزې طرحې سربېره د حقاني شبکې درې بندیان ازاد کړل او اوس‌یې د چین غونډې لپاره تیاری نیولی چې د لومړي ځل لپاره په‌کې د طالبانو سره خبرې کېږي.

خو د سرمقالې لیکوال لیکي، په خواشینۍ سره چې د دې غونډې د ګډوډولو لپاره هم هڅې روانې دي او یو شمېر هغه ډلې چې له سولې وېره لري د دولت د دغو هڅو په وړاندې خنډونه جوړوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ لپاره هم ډېره مهمه او برخلیک ټاکونکې ده، نو له همدې امله سیمه او نړۍ په افغانستان کې د سولې غوښتنه او د حکومت له دغه دریځه ننګه او ملاتړ کوي.

د سرمقالې په پای کې لیکل شوي، په همدې روحیه د چین غونډه پلان شوې او امریکا، نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او په تېره بیا اروپا او د افغانستان ترڅنګ د سیمې نور هېوادونه د روان او تل‌پاتې ګډې ګټې لپاره د سولې غوښتنه کوي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا د نورو مسایلو ترڅنګ د کورنیو بې‌ځایه شویو ژوند ته کتنه کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، یوازې سږ کال ۳۷۵ زره کسان د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي جګړو له تېرو شااوخوا څلور لسیزو راهیسې نه‌یوازې د لکونو افغانانو ژوند اخیستی، بلکې په همدې شمېر کورنۍ یې کړولي، د کور سرپرستان‌یې ترې اخیستي، میندې یې بورې، مېرمنې یې کونډې، ماشومان‌یې بې‌پلاره او خویندې یې بې‌وروڼو کړې دي.

په سرمقاله کې راغلي، دغې خونړۍ جګړې چې لاهم روانه ده او هره ورځ په بېلابېلو نومونو لسګونه افغانان په‌کې وژل کېږي او د دې ترڅنګ ډېری کورنۍ هم بې‌ځایه شوي چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سرمقالې په پای کې د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې لیکل شوي چې دا شمېر افغانان تر ډېره د وسله‌والو مخالفانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله له خپلو مېنو نورو سیمو ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG